د ننګرهار کانال ریاست کې د مالټې بڼونو جوړولو چارې پیل شوې

mail-admin
Sat, Feb 11 2023 2:43 PM
د ننګرهار کانال ریاست کې د مالټې بڼونو جوړولو چارې پیل شوې

۲۲ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۰ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار کانال ریاست چارواکي وايي، چې دد ریاست اړوندو ځمکو کې د سټروسو په ځانګړې توګه د مالټې بڼونو جوړولو په پار هڅې کړندي کړي دي.
د ننګرهار کانال رییس مولوي غلام الرحمن کظیم وویل، چې د ننګرهار کانال د هډې فارم عبدالخېلو بلاک په ۲۰۰جریبه ځمکې باندې د مالټې بڼونه جوړېږي، چې په کې به ۱۳۲۰۰ اعلی ډول مالټې کرل کېږي. ددې بڼ دکار د پیل په موخه جوړه شوې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوی صدراعظم عثماني، د ننګرهار دکانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد او یوشمېر نورو چارواکو ګډون درلود او د یاد چارواکو له خوا د مالټو د نیالګیو په کېنولو سره ددې بڼ چارې پیل شوې.
د ننګرهار دکانال رییس مولوی غلام الرحمن کظیم وویل، چې دا ځمکه وروسته له څلورو لسیزو ابادېږي، ددغې ځمکې ارزښت به لا لوړ شي، سيمه به ورسره لا شنه او سرسبزه شي، ګڼ شمېر هېوادوالو ته به د کار زمينه برابره، د خلکو کورنې اقتصاد به ورسره ښه شي.
ښاغلی کظیم دغه راز وویل، چې ددې نوي مالټه باغ سره سم به د باغ څلور خواوو ته منظم تفريحي ځايونه، سړکونه، چمنونه او د ناستې ځایونه هم جوړېږي.
باید وویل شي، چې د ننګرهار کانال ریاست اړوند د عبدالخېلو بلاک دکرنې وړ کابو ۴۹۶ جریبه ځمکه په برکې نیسي، چې تېرکال هم ددې بلاک په څه باندې ۲۸۱ جریبه ځمکه کې د مالټې بڼونه جوړ شوي ول او ترڅنګ یې ددې سیمې په ۲۰ جریبه ځمکه کې د لیمو بڼونه هم جوړ شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS