پکتيا: پر ۲۹۴۱‍ مالدارانو د څاریو د خوراکي توکو ويش لړۍ پيل شو

user-admin
Sat, Nov 26 2022 3:47 PM
پکتيا: پر ۲۹۴۱‍ مالدارانو د څاریو د خوراکي توکو ويش لړۍ پيل شو


  ۵  لېندۍ ۱۴۰۱ه‍.ش
۱ جمادي اﻷول ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له لورې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په ملاتړ ددې ولايت د مرکز ګردیز په ګډون د احمدابا او زرمت  ولسواليو پر ۲۹۴۱ اړمنو مالدارانو د څاریو د خوراکي توکو ويش لړۍ پيل شو.
په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالرؤف سعيد، د طبیعي سرچینو آمر مولوي زاهب الله ارسلا، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې چارواکو، مالدارانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
په پیل کې د پکتیا د کرنې رییس مولوی عبدالرؤف سعید د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې چارواکو څخه مننه وکړه، چې په دې سختو شرایطو کې ددې ولایت له مالدارانو سره مرستې او همکارۍ کوي.
ښاغلی سعید وویل، چې ددې مرستې په لړ کې ددې ولایت د مرکز ګردي په ۱۰۰۰، زرمت ولسوالی کې ۱۰۰۰ او احمدابا ولسوالی کې په ۹۴۲ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل کېږي، چې په ټولیزه توګه ۲۹۴۱ مالداران کېږي او هر مالدار ته د څارویو ۲۰۰ کیلوګرامه خوراکي توکي ورکول کېږي.
د ياد پروګرام له تطبيق څخه  موخه د اړمنو مالدارنو پر پښو درول دي، ترڅو اقتصادي وضعيت يې ښه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS