د لغمان د علیشنګ په ولسوالی کې د ۷ بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې

user-admin
Mon, Jul 18 2022 12:42 PM
د لغمان د علیشنګ په ولسوالی کې د ۷ بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې


۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۱۹ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «AREA» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د علیشنګ په ولسوالی کې د ۷بنسټیزو پروژو چارې پیل کړي دي.
د لغمان دکرنې ریاست وایي دغه پروژې، چې د ۷ کانالونو د وړو سربندونو جوړول په کې شامل دي د علیشنګ ولسوالی د «ګونپال، انجیل کلا، غازي آباد، میاصاحب دېره، سیګل او شمکټ» کلیو کې پلي کېږي.
د چارواکو په خبره د دغو پروژو ټولیز لګښت ۷۹ زره امریکایي ډالر ده، چې ۷۷۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې ده.
ددغو پروژو په پلي کولو سره به په ټولیزه توګه 7 کوچني سربندونه په اساسي او بنیادي بڼه ورغول شي، د اوبو د ضایعاتو مخه به ونیول شي او کرنیزو ځمکو ته به په وخت اوبه ورسېږي، چې ورسره به د بزګرانو حاصلات لوړ او اقتصاد به یې ښه شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS