ننګرهار کې ۳۷۴۰ تنو مالدارانو سره د څارویو دمتراکمو خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
Tue, Oct 05 2021 10:19 AM
ننګرهار کې ۳۷۴۰ تنو  مالدارانو سره د څارویو دمتراکمو  خوراکي توکو مرسته وشوه


د ننګرهار کرنې،  مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ننګرهار په څلورو ولسوالېو کې ۳ زره او ۷۴۰  تنو مالدارانو ته د څارویو د خوراکې توکو مرسته د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداري یا FAO په مالي لګښت او د action Aid په تخنیکي همکارۍ د څارویو خوراکه ورکړل شوه.  
د ننګرهار کرنې،  مالدارۍ،  عشر او زکات رئیس مولوي صاحب عبدالستار محمد وویل د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداري له لورې د ننګرهار په اچین ،  نازیان ،   رودات او سره رود ولسوالېو کې ۳   زره او ۷۴۰ تنو مالدارانو ته۷۴۸ ټنه  د څارویو خوراکي توکي د  اقتصادي پیاوړتیا، حېواني محصولاتو زیاتوالې او د مالدارانو د کورنيو خوړو خوندیتوب په موخه ورکړل شوه.  
د کرنې رئیس په وینا ددي پروګرام سروي پخوا د Action Aid له لورې ترسره شوي وه،  او په هر ولسوالۍ کې ۹ سوه او ۳۵ تنه هغه مالداران چې د طبعي پېښو او کرونا له لورې ځپل شوي وه ورکړل شوه.
د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو  اداري دختیځ زون مسول انجینر خوشحال اصفي وایې  FAO نه یواځي په یادو څلورو ولسوالېو بلکي په ځینو نورو ولسوالېو کې هم د څارویو خوراکه ویشلئ وه.
چې هر مالدار ته ۲۰۰ کیلو د څارویو خوراکه ورکړل شوي اصفي په راتلونکي کې د کرنې او مالدارۍ په مختلفو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS