د کورنيو چارو پلټنې ریاست
د کرنې، اوبو لګونې ا ومالدارئ وزارت
د کورنيو چارو پلټنې ریاست
د ادارې لنډه پیژندنه:
د کورنیو چارو پلټنې اداره د وزارتونو او خپلواکو دولتي ریاستونو په اډانه کې د کورنیو چارو د پلتنې ادارو د دوهمې او دریمې مقررې مطابق او د افغانستان اسلامي جمهوریت د وزیرانو شوار د« ۱۳۵۹ /لیندی / ۱۷» نیټې او د«۲۶۴۴» مصوبې پر اساس فعالیت کوي. او د ویوه تشکیلاتي واحد په توکه په مستقیم ډول د دولت د وزیر او امرینو تر اثر لاندې کړنې ترسره کوي.
د کورنیو چارو پلټونو ریاست په ۱۳۸۴/۴/۱ نیټه د کرنې وزارت په اډانه کې رامنځ ته شو او د وزارت د تشکیلاتي جوړښت مطابق په مستقیم ډول د کرنې وزیر تر اثر لاندې شتون لري او د وزارت د مقام د لارښوونو پر اساس د کلنیو پلانونو منظوریدل او په لوړه کچه د کورنیو چارو پلټنه او بیا کتنه تر سره کوي. همدا راز نوموړی ریاست پر دې مکلف دی ، چې د خپلو تر سره شویو کړونو راپور د وزارت مقام ته ورکړی.
د افغانستان د کورنیو چارو پلټونو ادارو صلاحیتونه، مسؤلیتونه او کاري آډانه د ۱۳۵۹ کال د وزیرانو شورا د کورنیو چارو د پلټونو ادارو د مقررې او دافغانستان د اسلامي جمهوری دولت د عامه لګښتونو د مالی چارو د مقررې او قانون څخه بڼه اخلی.
دکورنیو چارو د پلټنې اساسي اصول: ریښتنولي، خپلواکي، بي طرفي او د باور رامنځه کول:
لید لوری:د کرنې وزارت د کورنیو چارو د پلټنې ریاست لید لوری دا دی، چې د کورنیو چارو د پلټنې اداره یوه اغیزه منه او په نړیوالو معیارونو برابره اداره وه اوسي، تر څو د کرنې وزارت اړتیاو ته ځواب ویونکي وي.
ماموریټ: د کورنیو چارو د څیړنو ریاست ماموریت د موجوده خطرونو د کنترول له لارې د وزارت لپاره د مالي او اداري چارو او همدار ارز د وزارت تر اثر لاندې د عملیاتي واحدنو د ښووالي په پار د وزارت لپاره د خپلواکو، موخیزو، د باور وړ او مشورتي خدمتونو وړاندې کول دي.
موخه: د کورنی چارو د پلټنې ریاست موخې د نوموړې ادارې په ترسره کیدونکو چارو کې د ښوالي رامنځ ته کیدو په پار د اطمینان وړ خدمتونو وړاندې کول او بې طرفه او خپلواکې لارښوونې ورکول دی.د کورنیو چارو د پلټنې ریاست د یوه منظمې او ښې کړنلارې د رامنځ ته کیدو پر اساس له یادې ادراې سره د موخو په ترلاسه کولو کې مرسته کوی او همدا راز د پروسو په اغیزمنتوب، کنترول او ارزونې ته یې ښووالي ورکړی.
کاري ساحه/ دندې
- د وزارت تر مستقیم اثر لاندې واحدونو، د اقتصادي او مالي فعالیتونو په منظم ډول څیړنه او برسی کول.
- د وزارت په سیتسم کې د کورنیو ادارو د کړنو منظمول.
- د وزارت په سیستم کې د څیړنیزو او کنترلو کوونکو چارو د بشپړوالي په پار د وړاندیزونو تنظیمول.
- د وزراتونو او ادارو لخوا د کورنی پلټونو ادراو سره علمي او میتودیکې مرستې کول.
- د پلټنې د پایلو پر اساس، د تولیداتو د اغیزمنوالي د لوړاوی، د ټولو محصولاتو د بیو د راټیټوالي، د بشری ځواګ څخه د ښې ګټې اخیستنې، د مالي او جنسی پانګې د زیرمو ثابتوالي، د ملکیتونو د ساتنې ، د بې اړتیا لګښتونو څخه د مخنیوی او له دولتی شتمنیو، پلټونو او دسپلین څخه غیرې معقولې ګټې اخیستنې په پار د پیشنهاد«وړاندیز» برابرول دي.
- د وازارت تر اثر لاندې د ټولو واحدونو د لړلیک برابرول.
- د صالحو لوړپورو چارواکو د لازم لید مطابق د تصدیو د اقتصادي او مالي کړنو ارزونه او پلټنه
- په جدا جدا ډول سره د مالي او اقتصادي کړنو ارزونه، د پخواینو ترسره شویو پلټونو د پریکړو او پیشنهادونو څخه ارزونه.
- د پلټنې او برسي د پایلو د ارزونې او تحلیل پر اساس، د پیژندل شویو نیمګړیتاو له منځه وړولو په برخه کې د پیشنهاد وړاندې کول او د هغې له پلې کیدو څخه څارنه کول.
- د پلټنې په لړ کې د ادارو او مسؤلینو لخوا د غیرې قانوني کړنو دمخنیوي لپاره د قانوني پریکړو نیول.
- په بیړني ډول د پیژندل شویو غیرې قانوني کړنو څخه د مقام د چارواکو خبرول.
لویې لاسته راوړنې:
د ۱۳۹۶ ام کال د کلنیو کړنو راپور له یاد محترم ریاست سره شریک شوی دی او دمګړی هم د وزارت په بریښنايي پاڼه کې تر سترګو کیږي. د ۱۳۹۷ کال د شپږو لومړیو میاشتو راپور به، له ترتیب او د وزارت دمقام له کتنې څخه وروسته ستاې په واک کې د اړتیا په وخت کې درکړل شي. دمګړی د ۱۳۹۷ مالی کال له فساد سره د مبارزې پر وړاندې پلان د لومړې ربعې کړنو یوه کاپی درته لیږل شوې ده.