پکتیا کې د زعفرانو ۲۱ ننداریزې کروندې جوړېږي

naim.rezai
Thu, Jul 29 2021 4:24 PM
پکتیا کې د زعفرانو ۲۱ ننداریزې کروندې جوړېږي

۷ زمری ۱۴۰۰
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د زعفرانو د لا پراختیا په پار یې هڅې پیل کړي دي، چې سږ کال د یاد ولایت په مرکز او یوشمېر ولسوالیو کې د زعفرانو ۲۱ ننداریزې کروندې جوړېږي.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمد دین مومند وایي، چې ددې ولایت په مرکز ګردیز، احمد ابا، سیدکرم، شواک، ګرده څیړۍ او وزې ځدراڼ ولسواليو کې د زعفرانو د تولید زیاتوالي او دودولو په موخه ۲۱ ننداریزې کروندې جوړیږي، چې په همدې موخه بزګرانو ته د زعفرانو د پیازو د وېش لړۍ د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي، قومي مشرانو او بزګرانو په شتون کې پیل شوې.
ښاغلي مومند وویل، چې زعفران په نړۍ کې د زیات اقتصادي ارزښت په درلودو سره د سرو زرو نوم خپل کړئ، همدغه مهم نبات ددې توان لري، چې په لږه ځمکه کې ډېر حاصل ورکړي، د اوبو اړتیا يې کمه، کرنیزې چارې یې اسانه او د پکتیا اقلیم سره مناسب توافق لري.
د پکتیا د کرنې رییس وویل، چې هر بزګر ته ۵۰۰ کیلوګرامه د زعفرانو تخم ورکول کېږي، چې په کرلو سره به يې د بزګرانو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې رغنده رول ولوبوي.
په همدې حال کې د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي په خپلو خبرو کې وویل، چې اقتصادي ځان بسیاینې ته د رسېدو لپاره د کرنې سکټور پراختیا مهم رول لري. هغه پر بزګرانو غږ وکړ، چې په کرنه کې پانګونه وکړي او د زعفرانو دودولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
باید وویل شي، چې د زعفرانو د کرکیلې، روزنې او حاصل راټولولو په اړه انتخاب شويو بزګرانو ته عملي او نظري روزنې هم ورکول کېږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS