یوه کال کې د څه باندې ۵۴ زره ټنه بنډیو تولید

naim.rezai
Tue, Jul 13 2021 2:23 PM
یوه کال کې د څه باندې ۵۴ زره ټنه بنډیو تولید

۲۱ چنګاښ ۱۴۰۰
د وروستي یوکال په ترڅ کې، د ۲۷ ولایتونو د بنډیو له کروندو څخه ۵۴ زره او ۶۸ مټریک ټنه بنډۍ په لاس راغلي دي.
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالوماتو او احصایي ریاست وایي، چې تېرکال د ۲۷ ولایتونو په شپږ زره او ۸۸۱ هکټاره ځمکه بنډۍ کرل شوې وه.
ددغو شمېرو له مخې د بلخ ولایت د ۱۱ زره او ۸۱۰ مټریک ټنو په حاصل ورکوونې سره د هېواد په کچه د بنډیو ستر تولیدوونکی ولایت دی. تېرکال ددې ولایت په یوزر او ۱۸۱ هکټاره ځمکه بنډۍ کرل شوې وه.
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدسالم ساعي وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د بنډیو کروندې د پام وړ زیات شوي دي، چې یوزر او ۹۳۵ هکټارو ته رسېږي. د هغه په خبره، هر هکټاره ځمکه اووه تر اته مټریک ټنه حاصل ورکوي.
د بلخ د کرنې رییس زیاته کړه، چې مخکې تر دې یاد محصول ګاونډو ولایتونو او مرکز ته صادرېدل خو سږکال د جنګ جګړو له وجې بزګران نه شي کولای، چې خپل محصولات کابل ته ورسوي.
له بلخ وروسته د بنډیو د تولید په برخه کې هلمند دویم ځای لری. تېرکال ددې ولایت په یوزر او ۶۷۹ هکټاره ځمکه بنډۍ کرل شوې وه، چې ورڅخه ۱۰ زره او ۷۴ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوې وه.
له بلخ او هلمند وروسته فراه د هېواد په کچه د بنډیو درېیم ستر تولیدوونکی ولایت پېژندل کېږي. تېرکال ددې ولایت په یوزر او ۹۸ هکټاره ځمکه بنډۍ کرل شوې وه، چې له دغو کروندو څخه نهه زره او ۸۸۲ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوه.
د فراه ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالمنان متین وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د بنډیو د کرکېلي وضعیت ډېر مناسب دي او د بنډیو په حاصلاتو کې نږدې ۱۰ تر ۱۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. هغه وویل: «سږکال وضعیت ښه وه. مارکېټ هم ډېر مناسب و د فراه ولایت بنډۍ د هرات، کندهار، نیمروز ولایتونو او حتا د کابل ولایت تر څنډو صادرېږي. د بیو وضعیت هم سږکال ډېره ښه وه.»
د فراه په ولایت کې درې ډوله بنډۍ کرل کېږي، چې په کې خاردار، محلي او دوه اصلاح شوي ورایټۍ شامل دي.
بنډۍ د ډېرو هېوادوالو د خوښې سابه ده، چې ډېر ښه بازار هم لري.
تېرکال د هېواد په کچه شپږ زره او ۸۸۱ هکټاره ځمکه کې بنډۍ کرل شوې وه. ارزګان، نورستان، غزني، خوست، پکتیا، میدان وردګ او کابل د هغو ولایتونو په ډله کې ده، چې تېرکال د بنډیو په تولید کې هیڅ ونډه نه درلود.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS