خوست کې د شولو ۵۲ ننداریزې کروندې جوړېږي

mail-admin
Sun, Jun 20 2021 9:11 AM
خوست کې د شولو ۵۲ ننداریزې کروندې جوړېږي

٣٠ غبرګولی ۱۴۰۰
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مرکز په ګډون د « اسماعیل خېل، مندوزی، علیشېر، باک او صبریو » په ولسوالیو کې دکتار په ډول دشولو دعصري کرکېلي د ترویج په موخه د ننداریزو کروندو جوړولو په پار پر ۵۲بزګرانو د شولو اصلاح شوي تخمونه او د کرکېلي اړین توکي وېشلي دي.
د خوست دکرنې ریاست وايي، چې یاد ریاست د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې د پلوي وریجو ۵۲ ننداریزې کروندې جوړوي.
یاد ننداریزې کروندې بزګرانو ته دکتار « RIPA» په ډول دشولو کرلو د نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړېږي. د خوست دکرنې ریاست د چارواکو په خبره دکرنې وزارت له لورې یادو بزګرانو ته ټول تولیدي عوامل په وړیا توګه ورکړل شوي دي.
دغه راز د خوست د کرنې ریاست په پام کې لري، چې ددې ولایت ۱۵۰۰ بزګرانو هر یوه بزګر ته د شولو ۱۰ کیلو تخمونه د سب سایډي په بڼه ورکړي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS