د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه دکروندګرو او بڼوالو د عوایدو لویه سرچینه

content_admin
Sat, May 22 2021 4:13 PM
د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژه دکروندګرو او بڼوالو د عوایدو لویه سرچینه

د هېواد ډېری وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او کرنه او مالدارۍ د دغو وګړو په معیشیت کې خورا ارزښتمن رول لوبوي. که څه هم د تېرو لسیزو په جګړو کې د نورو سکټورونو تر څنګ د کرنې او مالدارۍ سکټور هم خورا ډېر زیانمن شو خو له څو کلونو راهېسې حکومت، ښکېلو اړخونو، بزګران او مالداران ډېرې هڅې کړي دي، چې د کرنې او مالدارۍ سکټور بیا را ژوندی کړي. افغان حکومت غواړي، چې دهېواد د اقتصادي وضعیت ودې ته ډېره پاملرنه وکړي او دغه کار یې په خپل لومړیتوبونو کې نیولی دی. په افغانستان کې د کرنې او مالدارۍ د پرمختګ او د مالدارۍ او کرنیزو توکو د پروسس په برخه کې ډېر ټینګار کېږي ځکه چې دواړه برخې د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې خورا مهم رول لوبوي.
تېر کال په هېواد کې د کرونا وبا له خپرېدو سره سم کله چې هېوادوال ددې ویروس له وجې له اقتصادي او روغتیایي ناورین سره مخ شوي وو د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د اقتصادي شرایطو ښه والي، د کاري فرصتونو برابرولو او د کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو دمخنیوي په پار د کرنیزو محصولاتو د مدیریت طرحه په لاره واچوله.
د عالي اقتصادي شورا له تایید او د افغانستان اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالت‌مآب محمداشرف غني تر منظوری وروسته دا طرحه د پلي کېدو پړاو ته ولاړ.
په دې طرحه کې د تازه مېوو د ساتنې په پار د سارک موډل معیاري صفر انرژۍ سړې خونې او ممیزخونې جوړول، د پیازو او کچالو صفر انرژۍ زېرمتونونه جوړول او دغه راز پر یوشمېر بزګرانو د مېوو اوسبو لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل و.
د کرنې وزارت له خوا د هېواد د ۳۴ ولایتونو په ۲۹۸ ولسوالیو کې دکرنیزو محصولاتو مدیریت لس زره او ۶۸۵ پروژې پلي شول، ترڅو د کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو مخه ونیسي او خلکو ته د لا ډېر کاري فرصتونو برابرولو ترڅنګ، د بزګرانو د عوایدو کچه لوړ کړي.
ددغو پروژو په عملي کېدو، پنځه میلیارډه او ۶۱۵ میلیونه او ۱۱۷ زره او ۷۸۸ افغانۍ ولګول شوه، چې له دې ډلې ۹۰ سلنه یې دکرنې وزارت او لس سلنه یې برخمن شوي بزګران ورکړي دي.
ددې طرحې پر بنسټ د ۱۳۹۹یم کال په پسرلي کې د هېواد په کچه درې زره او ۶۷۱ ممیزخونې، چې هر یوه یې د ۷ مټریک ټنو انګورو د ساتنې وړتیا لري؛ د سپینو او سرو پیازو درې زره او ۴۸۹ صفر انرژۍ زېرمتونونه،چې هر یوه یې د ۱۳ تر ۱۷ مټریک ټنو پیازو د زېرمه کولو وړتیالري؛ د کچالو د دوه زره او ۷۷۵ صفر انرژۍ زېرمتونونه، چې هر یو یې د ۱۷ مټریک ټنو کچالو د ساتنې وړتیا لري او د ارزښت لرونکو مېوو لکه مڼې او انارو لپاره ۴۷۶ سارک موډل صفر انرژۍ معیاري سړې خونې، چې هر یو یې ۲۵ مټریک ټنه وړتیا لري جوړ او پر یوشمېر کروندګرو مېرمنو د مېوو او سبو یوزرو ۱۱۳ وچوونکي لمریزې دستګاوې وېشل شوي دي.
د یادو پروژو په پلي کېدو او ګټې اخیستنې سره زرګونه ټنه د بڼوالۍ او کرنیز محصولات لکه کچالو، پیاز، انار او مڼې خوندي شول. ددې طرحې په اډانه کې په جوړ شویو ممیزخونو کې د بڼوالو زرګونه ټنه انګور په معیاري او د بازار په خوښه په ممیزو بدل شو. دغه رازد لمریزو وچوونکو دستګاوو پرمټ د برخمنو مېرمنو له خوا سلګونه ټنه سابه او مېوې پروسس شول.
دغه پروژې د هېواد بېلابېلو سیمو کرنیزو محصولاتو ته په کتو طرحه او پلي شوي دي. هغه ولایتونه چې د انګورو ډېر بڼونه لري، ممیزخونې هم په هماغه ولایتونو کې ډېر جوړې شوي دي او په همدې توګه هغه ولایتونه چې ډېر پیاز او کچالو تولیدوي په دغو ولایتونو کې د یادو محصولاتو د زېرمه کولو په پار زېرمتونونه په پام کې نیول شوي دي.
په داسې شرایطو کې، چې د کرونا وبا له وجې کاري فرصتونه په بې ساري توګه کمه شوې وه، د هېواد په کچه د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې په لاره اچول، په ټول هېواد کې لسګونه زره کسانو ته د لنډمهالې اوتلپاتې دندې زمینه برابره کړه.
همداراز د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په پلي کېدو سره د ډېری کرنیزو محصولاتو د خوسا کېدو ګواښ له منځه ولاړ او ترڅنګ یې د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شوه.
ددې پروژې اغېزمنتوب ته په کتو او د بڼوالو او بزګرانو ترمنځ د یادو پروژو د خورا محبوبیت په پار، یاده طرحه په ۱۴۰۰ کال کې هم ادامه پیدا کوي، چې په ترڅ کې به یې د یو میلیارډ او ۳۸۳ میلیونه افغانیو په لګښت، چې د کرنې وزارت د پراختیایي بودیجې، نړیوال بانک او د اسیایي پراختیایي بانک له لوري ورکول کېږي، د هېواد په کچه څلور زره او ۵۰۸ د پیازو اوکچالو صفرانرژۍ زېرمتونونه، ممیزخونې او سړې خونې په ۳۴ ولایتونو کې جوړ او دغه راز پر یوشمېر کروندګرو مېرمنو به د سبو او مېوو لمریز وچوونکي دستګاوې هم ووېشل شي.
د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې د پلي کېدو موخه، په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د وارداتو ټیټوالی، د صادراتو زیاتوالی او د کرنیزو محصولاتو غوره پروسس دي.
یادې پروژې ډېر مؤثریت لري. ځکه، کرنیز محصولات مدیریتوي، ترڅو خوسا نه شي او دغه راز په ارزانه بیه بهرته یې د صادرېدو مخه ونیول شي.
ددې سربېره کرنیز محصولات په دغو ودانیو کې خوندي کېږي، ترڅو بزګران وکولئ شي، چې په مناسب وخت او مناسبه بیه یې بازار ته وړاندې کړي.
دغه راز له وچوونکو ماشینونو څخه په ګټنې سره، برخمن شوې مېرمنې، خپل اضافي سابه او مېوې وچوي او په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کوي، چې له یوې خوا د دوی د کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو مخه نیول کېږي او بلخوا په کور دننه هېوادوال کولی شي، چې په هر فصل کې وطني کرنیزو محصولاتو ته لاس رسی ولري.

 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS