سیداحمد: اوس مې نه وخت ضایع کیږي او نه هم اوبه؛ عواید مې هم زیاته شوې

mail-admin
success story

۲۰ لیندۍ ۱۳۹۷
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت په هېواد کې د کرنې د میکانیزه کولو او عصري کرنیز سیسټم او تکنالوژۍ ترویجولو په پار هلې ځلې کوي. د دغو هلو ځلو یوه برخه بزګرانو ته د کرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو وېشلو ترڅنګ د اسانتیاوو برابرولو او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوی په موخه د ځمکې د هوارولو لایزري ماشینونو « Laser Level land » ترویج دي، چې له دغو ماشینونو څخه ګټه پورته کول ددې ترڅنګ، چې په کرونده کې لږې اوبه مصرفیږي او د اوبولګولو چارې اسانوي، د کتار په ډول کرکېله، خیشاوه او د سرې او تخم شیندلو چارې هم اسانوي او د حاصلاتو د لوړېدا سبب کیږي.
د دغو ماشینونو د ترویج په موخه د کرنې وزارت اړوند ټولې برنامې او ادارې هلې ځلې کوي، چې بزګران له نوي ټکنالوژۍ سره بلد کړې، چې له یوې خوا د دوی تولیدات ډېر شي او هېواد د ځان بساینې په لور بوځي او له بلې خوا نه د بزګرانو عواید هم ډېر شي. د دغو هلو ځلو په لړ کې د کرنې وزارت اړوند د ننګرهار کانال د زېرمو د بیا رغونې پروژه (NVDA)چې په بلخ ولایت کې هم د اوبو د مدیریت په برخه کې فعالیت کوي ددې ولایت یو تن اوسیدونکی سیداحمد ته د لایزر لیول د دستګاه اسانتیا برابره کړې او په دې برخه کې ورته پوره لارښوونه کړې دي او ترڅنګ یې ورته د یوریا او DAP کیمیاوي سرو اسانتیا هم برابره کړې ده.
سیداحمد، چې کلونه کیږي بزګري کوي د کرکېلي، اوبولګولو او هوارولو په برخه کې یې خورا ډېرې ستونزې درلودې.
هغه وویل «ځمکې مو ډېرې لوړې او ژوري درلودې، چې له یوه ساعت نه په زیاته موده کې به مو یوازې یوه جریبه ځمکه خړوبوله.»
خو کله چې هغه د کرنیزو اوبو د تنظیم، اوبولګولو او همدارنګه د کرنیزو ځمکو د هوارولو په برخه کې د ننګرهار کانال د زېرمو د بیا رغونې پروژې (NVDA) له خوا وروزل شو او په دې برخه کې ورسره مرسته وشوه نو هرڅه بدل شو.
سیداحمد زیاته کړه « څه موده وړاندې د ننګرهار کانال د زېرمو د بیا رغونې پروژې کارکونکي زمونږ کلي ته راغلل او زما نه یې غوښتنه وکړه ترڅو یوه جریبه ځمکه د اوبو د تنظیم او نمایشي قطعې د جوړولو په موخه دهغوی په واک کې ورکړم؛ ما هم ورسره ومنل، چې وروسته د یاد دفتر دکرنې کارپوه له خوا لومړۍ مونږ ته په دي برخه کې روزنیز پروګرامونه جوړ شو او ورسته یې په عملي بڼه راته لومړۍ دغه یوه جریبه ځمکه د ځمکې د هوارولو « Laser Level land » ماشین په واسطه همواره کړه او هم یې را ته د تخم کرلو او صفري قلبې عملي لاري چاري را وښودلې، چې د دغو چارو زده کړه زمونږ لپاره ډېر ګټورمالومات وو.»
هغه وویل: «مونږ د سابه له کرکېلې سره پوره بلدیت نه درلود خو کله به مو چې کرل نو د حاصل تر وخته به مو لس ځله اوبه ورکولې، ځمکې مو همواري نه وې او یو جریبه ځمکه مو په کابو یوه ساعت کې نشوای اوبه کولای او همدارنګه له ۵۰ تر ۶۰ کیلوګرامه توره سره (DAP) او ۷۰ کیلو ګرامه سپینه سره (UREA) به مو په یوه جریب ځمکه کې کاروله خو، کله چې به مو حاصل اخېسته نو له یو جریبه ځمې نه مو له ۸۰۰۰ افغانیو زیات عاید نه درلود.»
هغه وایي، چې اوس د ځمکې د هوارولو په اهمیت پوه شوی او په دې برخه کې یې په بشپړه توګه پوهه ترلاسه کړی دی.
سیداحمد خپل کروندې ته په اشارې سره وویل: «په دغه یوه جریبه ځمکه کې مې ۵۰ کیلو ګرامه سپینه سره او همدارنګه ۲۵ کیلوګرامه توره سره وکاروله او هم مې د حاصل اخیستلو تر وخت پورې یواځې شپږ ځله اوبه ورکړې. کله، چې مې د خپلو پالکو حاصلات د مزار شریف بازار ته یووړل نو تر ټولو یې کیفیت ښه وو او د یو هوټلي سره مې، چې د پالکو د اخیستلو لپاره راغلی و، قرارداد وکړ او یو کیلو پالک مې په ۹ افغانۍ ورباندي خرڅ کړل، چې په دې حساب سره مې له یو جریبه ځمکي نه ۳۶۰۰ کیلو ګرامه پالک واخیستل او د دوه میاشتو نه په کمه موده کې مې ۳۲ زره او ۴۰۰ افغانۍ عاید ترلاسه کړه.»
سیداحمد وویل: «مخکې د خړوبولو په سیسټم سم نه پوهېدو او ډېره اوبه به مو ضایع کېده خو اوس په دې برخه کې هیڅ ستونزه نه لرو او اوبه مونه ضایع کیږي.» سیداحمد خپل کروندې ته په اشارې سره وویل: «اوس نو همدا یوه جریبه ځمکه، چې پخوا به له یوه ساعت څخه په زیاته موده کې خړوبېده خو اوس یوازې په ۲۰ دقېقو کې خړوبوو، چې په دې سره مو هم د وخت او هم د اوبو د ضایع کېدو مخه ونیوله.»