د ننګرهار د څلورو ولسوالیو د ترویج کارکوونکي وروزل شول
![د ننګرهار د څلورو ولسوالیو د ترویج کارکوونکي وروزل شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2021-03/165982567_4177860998905135_6169382707656031526_o.jpg)
۸ وری ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د کرنیزې بازار موندنې پروګرام (AMP) له لورې د ننګرهار د څلورو ولسوالېو بټي کوټ، پچیراګام، هسکه مېنه، غني خېل او د یادې پروژې دبڼوالۍ د برخې مسوولینو په ګډون ۲۲ تنو ترویجي کارکوونکو ته درې ورځنۍ روزنیز پروګرام پای ته وسېد.
دغه روزنیز پروګرام چې د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې په لاره اچول شوې وه، ګډونوالو ته د ترویج په برخه کې روزنه ورکړل شوې ده.
یاد درې ورځنۍ روزنیز پروګرام د (Roots Of Peace - AMP ) سولې بنسټ - امپ برنامې له لورې د بڼ جوړونې، بڼونو ته دسرې ورکونې تنظیمونو، د بزګرانو سیمه ییزو ښوونځیو (FFS) ، د بوټو د ناروغیو او افتونو هر اړخیز کنټرول او مخنیوی (IPM) ، له حاصل اخیستلو مخکې او له حاصل اخیستلو وروسته کړنې او د بڼونو د نو ښاخونو پرېکولو په اړه ګډونوالو ته بشپړ مالومات ورکړل شو.
د دې روزنیز پروګرام موخه د ترویج د کارکوونکو وړتیا لوړول او په ټوله کې د بزګرانو تخنیکي او مسلکي ملاتړ دی.