زابل کې د بزګر ملي ورځ ونمانځل شوه

mail-admin
Tue, Mar 23 2021 10:40 AM
زابل کې د بزګر ملي ورځ ونمانځل شوه

۳ وری ۱۴۰۰
د زابل ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د بزګر ملي ورځ په داسې حال کې ونمانځل شوه، چې ددې ولایت د اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیالې مریم رحماني، د یاد ولایت یوشمېر سیمه ییزو چارواکو، د پوهنتون استادان، بزګران، بڼوال او د زابل یوشمېر اوسېدونکو ګډون کړي وو.
د غونډې په پیل کې د زابل د اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیالې مریم رحماني، د زابل ولایت ټولو بزګرانو ته د بزګر د ملي ورځې په مناسبت مبارکي ورکړه. آغلې رحماني هیله وښودله چې روان کال دې د ټولو هېوادوالو لپاره دسولې او امن کال وګرځي او زموږ ګروندګر  ښه حاصلات ترلاسه کړي.
نوموړې زیاته کړه، چې باید کروندګر هم په خپلو کروندو کې حلال کښت وکړي ترڅو ګټه یې د هېوادوالو او د زابل  اوسېدونکو ته ورسېږي.
په غونډه کې د میرویس نیکه زابل پوهنتون رییس پوهنیار رحمت الله کاکړ د بزګر د ورځې په تاریخ باندې خبرې وکړې او زیاته کړه، چې دوه نیم زره کاله وړاندې بزګران د ټولنې د نجیبو او شریفو خلګو په توګه یاد شوي او د ټولنې معتبر اشخاص وو، چې اوس یې هم قدر په ټولنه کې زیات دي او  د دوی په زیار او زحمت سره ټول خلک کرنیز محصولات لاسته راوړي، چې د خپل ژوند دپایښت لپاره ترې استفاده کوي.
د کلات ښاروال انجنیر صدرالدین زیور بیا په غونډه کې دکمال خان بند او کروندګرو ته یې پر ارزښت وینا وکړه ویې ویل، چې ددې بند په پرانیستو سره به ۱۷۴ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي، چې ورسره به د هېواد کرنه پیاوړي او اقتصادي حالت به ورسره ښه شي.
د بزګر ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د بزګرانو په استازیتوب حاجي فضل الحق هوتکي خبرې وکړې او تمه یې وښوده، چې سږکال دي ددې ولایت د بزګرانو سمه لاسنیوی وشي او هغوی لپاره دي ګڼې پروژې پلې شي، درمل او تخمونه دي ورکړل شي.
غونډې ته د زابل د کرنې ریاست چارواکی ډاکټر عبادالله سردارزی وویل، چې تېر کال یې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۰۰ ممیزخونې او دوې سړې خوني جوړي کړي او سږکال به هم ورته سلګونه پروژې پلي شي او ترڅنګ به یې دوه حیواني کلنیکونه او یو نباتي کلینک ورغول شي، چې ددې ولایت مالداران او بڼوالو لپاره به یې ډېره ګټه ورسېږي.
دغونډې په وروستیو کې ۳۰ تنو مخکښو بزګرانو سره د بزګر د ورځې په مناسبت د یوشمېر توکو مرسته هم وشوه.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS