ننګرهار کې د خرماوو پر ونو علمي څېړنې پیل شوې

mail-admin
Mon, Mar 01 2021 11:39 AM
ننګرهار کې د خرماوو پر ونو علمي څېړنې پیل شوې

۱۱ کب ۱۳۹۹
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د لومړي ځل لپاره د بڼوالۍ د پراختیا په مرکز کې د یاد ریاست له خوا د خرماوو ونو څو ډولونه تر علمي څېړنې لاندې نیول شوي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انجنیر انعام الله صافی وایي، چې په دې علمي څېړنه کې د خرماوو اته ډوله «کوبرا، پتروالي، هوا والي، کجر، کربلا، فصلي، اصیل او زخل» ونې له بهره وارد شوي دي او د ننګرهار د بڼوالۍ پراختیا په مرکز کې تر څېړنې لاندې نیول شوي دي.
د ښاغلی صافی په خبره پر یادو ونو تر څېړنې وروسته به د خرماوو ونو هغه ډولونه چې د ننګرهار اوبو، هوا او اقلیمي شرایطو سره مناسبه وي، ټاکل کېږي او په راتلونکې کې بزګرانو ته یې د کر سپارښتنه کېږي، ترڅو په خپلو ځمکو کې یې وکري او د خپلې خوږې او خوندورې وطني خرماوو خاوندان شو.
د خرماوو ونې د هغو ونو په ډله کې دي، چې تل شنې وې او کمو اوبو ته اړتیا لري.
انعام‌الله صافی دغه راز وویل، چې د بڼوالۍ د پراختیا په مرکز کې د اووه ډوله ونو «سټروسو، انار، انځر، زیتون، لوکاټ، املوک او خرماوو» ملي کلکسونونه شتون لري، چې له دې ډلې تر دې دمه د سټروسو پر ۶۶، د انارو پر ۸۰، د انځرو پر ۱۶، د زیتونو پر ۱۰، د لوکاټو پر ۱۲، د املوکو پر ۲۴ او د خرماوو پر ۱۴ ډولونه څېړنې شوي دي، چې تر څېړنو وروسته د مالټې درې ډوله، د لیمو درې ډوله، د انارو پنځه ډوله، د انځرو دوه ډوله او د سره املوکو درې ډوله هغه ونې چې د ننګرهار ولایت له اوبو، هوا او اقلیم سره مناسبې دي ټاکل شوي او بزګرانو ته یې د کرکېلي سپارښتنه شوې ده.
د صافی په خبره د یادو ونو تر څنګ په راتلونکې کې د خرماوو په ګډون په یوشمېر نورو مېوه لرونوکو ونو څېړنې کېږي او د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به بزګرانو ته یې د کرکېلي سپارښتنه ووشي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS