ننګرهار کې د ۹۲۲ جریبه عادې او متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې
![ننګرهار کې د ۹۲۲ جریبه عادې او متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2021-02/whatsapp_image_2021-02-25_at_1.24.59_pm_1.jpeg)
۷ کب ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې (CBARD) له خوا په ننګرهار ولایت کې د ۹۲۲ جریبه عادي او متراکمو بڼونو د جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، یاد بڼونه چې په کې د انارو، شفتالو، املوک، چهارمغز، لیمو او مالټې بڼونه شامل دي د ننګرهار ولایت د کوټ، رودات، چپرهار، خوګیاڼي، شېرزاد او اچین په ولسوالیو کې، د کرنې وزارت د کرنې د ودې او کلیوالي پراختیا پروژې (CBARD) په همکارۍ جوړېږي.
دغه راز د کرنې وزارت یاده پروژه په پام کې لري، چې دمني موسم د نیالګیو اېښود په کمپین کې هم په ننګرهار کې ۷۵۰ جریبه نورعادي او متراکم بڼونه جوړ کړي.
په ننکرهار کې د يادو بڼونو جوړول د بڼوالۍ د ودې او پراختيا ترڅنک د سیمې د سمسورتیا او د هوا د پاکوالي په برخه کې مرسته کوي.