دغنمو حاصلاتو زیاتوالي په پار هلې ځلې غزني کې پر لس زره او ۴۵۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوې

content_admin
Thu, Jan 07 2021 5:36 PM
دغنمو حاصلاتو زیاتوالي په پار هلې ځلې غزني کې پر لس زره او ۴۵۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوې

۱۸مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هلې ځلې کوي، چې هېواد د غنمو د تولید له پلوه پرځان بسیا کړي. په همدې موخه په دې وروستیوکلونو کې دهېواد په کچه پر یوشمېر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي، ترڅو له یوې خوا د غنمو د حاصلاتو کچه لوړ شي او له بلې خوا د بزګرانو اقتصادي ودې ته زمینه برابره شي.
پر بزګرانو د اصلاح شویو تخمونو د هلو ځلو په دوام سږکال هم دهېواد په کچه پر ۲۸۰ زره بزګرانو دغنمو ۱۴ زره اصلاح شوي تخمونه وېشل کيږي. له دې ډلې د غزني ولایت پر لس زره او ۴۵۰ بزګرانو د غنمو ۵۲۲ ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي.
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست رییس عبدالولي کوچي وایې، په غزني ولایت کې د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د اقتصادي ودې په موخه سږکال د غزني ولایت په ټولو ولسوالیو کې پر لس زره او ۴۵۰ بزګرانو د غنمو ۵۲۲ ټنه اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول. د کوچي په خبره ددې ولایت په ټولو ولسوالیو کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي او یوازې دمالستان په ولسوالۍ کې، چې ونډه یې ۲۹.۲ ټنه د سړه هوا له وجې نه دی وېشل شوي.
له دغو تخمونو برخمن شوي بزګران خوښ دي او د کرنې له وزارت څخه مننه کوي، چې د دوی د حاصلاتو زیاتوالي او ملاتړ په پار پردوی د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشي.د غزني ولایت د مرکز سفندي د کلي یوتن بزګرعبدالحلیم وایي، زه له ډېرو کلونو راهېسې د غنمو کرکېله کوم خو پدې وروستیو کلونوکې، چې کوم اصلاح شوې تخمونه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لخوا د بزګرانو په واک کې ورکول کیږي ښه پایله یې ورکړي دي. عبدالحلیم زیاته کړه، سږکال ماته د غزنې ولایت د کرنې ریاست له لورې ۵۰ کېلو اصلاح شوی تخم د ۹۰۰ افغانیو په بدل کې راکړ شو، زه ډېر خوښ یم چې بزګرانو ته په وخت اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي او ددې ترڅنګ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه غوښته کوم چې بزګرانو ته کیمیاوي سرې او د عصري کرکېلي توکي هم په واک کې ورکړي.
ويل کيږي چې د اصلاح شويو تخمونو وېش، د ترچتر لاندې سيمو دغنمو حاصلات له ۲۰تر۳۰سلنه زياتوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS