د ۹۰۰ جریبه ځمکو خوندي کول او د کورنیو ارامتیا راګرځول: تر دې وروسته سېلابونه د کوټ ولسوالۍ د بزګرانو کروندې نه ګواښي

mail-admin
Sun, Jan 03 2021 2:06 PM
ننگرهار

۱۴مرغومې ۱۳۹۹
د کرنې وزارت د یوې پروژې له لارې د تېرو درو میاشتو په ترڅ کې د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ د هیبت خېلو په کلي کې د ۴۰۰ مترو په اوږدوالي سره محافظتي دېوال په پاخه او اساسي ډول رغول شوی دی. تر دې وروسته سېلابونه ددې کلي د اوسیدونکو کورونه او کروندې نه ګواښي او ددې کلي ټول اوسیدونکي له دې دېوال څخه برخمن شوي دي.
دا استنادي محافظتي دېوال ۴۰۰ متره اوږدوالی او دوه متره لوړوالی لري، چې د سیند په دواړو خواوو کې رغول شوی دی او د بارانونو په موسم کې ۹۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي کړي دي.
د دې استنادي دېوال تر جوړېدو مخکې، د سېلابونو د ګواښونو د مخنیوي په پار دیاد کلي ټول اوسیدونکي هلې ځلې کول او له خاورو او شګو څخه یې بوجۍ ډکول او د یوبل پر سر به یې اېښودل، له لري ځایونو څخه یې نورې توکي راوړل ترڅو داسې بند جوړ کړي، چې د سېلابونو مخه ونیسي او یا ورسره د اوبو مخه بدله کړي. د بزګرانو ټولې هلې ځلې ددې لپاره وه، ترڅو سېلابونه یې کروندې ویجاړې نه کړي. سېلابونه حتا د خلکو کورونه ګواښول او د سېلابونو له ډاره خلک په شپو شپو ارام خوب نه درلود.
د هیبت خېلو او سدوخېلو کلي د شورا استازی ملک معروف وایي: «هرکال ددې کلي ۹۰۰ جریبه ځمکه د سېلابونو له ګواښ سره مخ ول، او هرکال د خلکو څه باندې ۸۰ سلنه کروندې د سېلابونو له وجې تخریبېدل. دغو ګواښونو ته په کتو کروندګر به په خپلو ځمکو کې کرکېله نه کول.»
د هغو ستونزو په پار چې ددې کلي اوسیدونکي او بزګران د سېلابونو له وجې درلودې، ددې ولسوالۍ د خلکو او پراختیایي شوراګانو له خوا ددې استنادي دېوال د جوړولو طرحه د کرنې وزارت یوې پروژې ته وړاندې شوه. ددې دېوال رغنیزې چارې پیل او له درو میاشتو وروسته یې رغنیزې چارې بشپړې شوې. اوس ددې دېوال په بشپړېدو سره د باران په موسم کې د بزګرانو او کورنیو اندېښنې لري شوي دي او ددوی کورونه او کروندې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شوي دي. د یاد دېوال تر جوړېدو وروسته، ۹۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د کرکېلي وړ دي او د یادو ځمکو کروندګرو او کښت ته په کافي انداز اوبه رسیږي. ددې دېوال تر جوړېدو وروسته د هیبت خېلو د کلي د اوسیدونکو او ځمکوالو کروندې او کورونه خوندي او د سېلابونو ګواښ له منځه تللی دی.
اوس نو ددې کلي بزګران، غنم، جوار او سابه کري او له خپلو کروندو څخه په یوه کال کې دوه ځلې حاصل راټولوي.
اوس چې د خلکو کرنیزې ځمکې د سېلابونو له ګواښ څخه خوندي شوي دي، دوی لېوال شوي، چې د خپلو ځمکو په یوه برخه کې بڼونه جوړ کړي او له بڼونو څخه ښه عواید ترلاسه کړي. ددې کلي یوتن اوسیدونکی حضرت پادشاه وایي: «زموږ ځمکې او کروندې سېلابونه وړلې. څو ځلې مو نیالګي کېنول، خو ټول یې سېلابونو له ځان سره لاهو کړل، له ډاره، هیڅ شی به مو نه کرل. خو اوس چې دا محافظتي دېوال رغول شوی دی، زموږ ځمکې خوندي شوي دي او غواړو چې نیالګي کېنوو او بڼونه جوړ کړو ترڅو ښه عواید ولرو.»
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت یاده پروژه، چې د ولسي شوراګانو د پرېکړو پر اساس فعالیت لري، د ننګرهار، بادغیس او فراه په ولایتونو کې د کوکنارو د کرکېلي د کچې ټېټولو په برخه کې کار کوي. ددې پروژې موخه د ارزښت لرونکو کرنیزو توکو د دودولو او تولید له لارې د سمه ییزو بزګرانو، بېوزله مېرمنو او کروندګرو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS