ننګرهار کې د چرګانو روزني صنعت په پراخېدو ده؛ په دې برخه کې ۲۴۸ میلیونه ډالره پانګونه شوې

mail-admin
Thu, Dec 24 2020 2:01 PM
ننګرهار کې د چرګانو روزني صنعت په پراخېدو ده؛ په دې برخه کې ۲۴۸ میلیونه ډالره پانګونه شوې

۴ مرغومې ۱۳۹۹
په ننګرهار کې د چرګانو روزنې فارمونو وده کړې او په دې وروستیو کلونو کې په دغه ولایت کې د غوښینو چرګانو نږدې دوه زره فارمونه جوړ شوي، چې له دې ډلي څه باندې زر فارمونه یې فعالیت لري.
د چرګانو روزنې دغه شمېر فارمونه د ننګرهار ولایت په بېلابېلو څنډو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت او خصوصي سکټور په ګډې همکارۍ جوړې شوي دي.
د ننګرها ولایت د رسنیو دفتر د کرنې او مالدارۍ خونې رییس انجنیر محمدقاسم یوسفي په حواله لیکي، چې د ننګرهار په ولایت کې د چرګانو روزنې په سوداګرۍ کې ۲۴۸ میلیونه امریکايي ډالر پانګوه شوې، چې زرګونو کسانو ته په کې د کاروبار زمینه برابره شوې ده.
د کرنې او مالدارۍ خونې مشر انجنیر محمدقاسم یوسفي وایي، چې د ننګرهار په ولایت کې د ۲۴۸ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د غوښینو چرګانو دوه زره فارمونه جوړو شوي دي، چې له دې ډلې زر فارمونه یې فعال دي او هره ورځ د جلال آباد ښار د چرګانو مارکېټ ته تر ۶۰ زره پورې چرګان وړاندې کوي.
ښاغلی یوسفي وایي، چې په دې ولايت کې د هګيو د توليد درې بريډر فارمونه شتون لري. هغه له حکومته وغوښت که تر ۸۰ جريبه پورې ځمکه د چرګانو سکټور ته ورکړل شي، نو دوی به د هګيو توليد په موخه ۱۲ بريډر فارمونه جوړې کړي، چې له مخې به يي په ياد فارمونو کې يو ميليون او ۲۰۰ زره چرګان وساتل شي .
د کرنې او مالدارۍ خونې مشر انجنیر محمدقاسم یوسفي وایي، چې په دې ولايت کې د چرګانو د خوراکي توکو اته توليدونکي فابريکې او د چرګانو د پېر-پلور دوه مارکيټونه شتون لري، چې د پانګوالو ستونزې يې تر یوه کچه هوارې کړي دي.
باید وویل شی،چې د کرنې وزارت په دې ولایت کې د چرګانو روزنې د پراختیا په پار ګڼې برنامې پلي کړي، چې په دغو برنامو کې د چرګانو روزنې وړې او سوداګریزې فارمونه جوړول، د چرګانو فارم لرونکو ته روزنیزې برنامې په لاره اچول، ، پر چرګانو روزونکو د چرګانو روزنې اړونده توکي وېشل او دوی ته اسانتیاوې برابروي شامل دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS