خوست کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې د بشپړېدو په درشل کې دي

content_admin
Mon, Dec 14 2020 3:14 PM
خوست کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت پروژې د بشپړېدو په درشل کې دي

۲۴ لیندۍ ۱۳۹۹
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په نږدې راتلونکي کې به په خوست کې د ۶۸ زېرمتونو رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي.
په دغو زېرمتونو کې ۱۹ د پیازو او ۴۹ د کچالو زېرمتونونه شامل دي، چې د برخمن شویو بزګرانو په لس سلنې ونډې سره د خوست ولایت په مرکز او اړوندو شپږو ولسوالیو کې کرندګرو ته جوړیږي، چې له دې لارې به کروندګر وکولای شي خپل راټول کړي حاصلات په کور دننه خوندي او د اړتیا په صورت کې بازار ته وړاندې کړي.
ددغو پروژو ټولیز لګښت ۳۷ میلیونه او ۳۸۰ زره او ۱۳۷ افغانۍ ده، چې ۹۰ سلنه یې د کرنې وزارت او لس سلنه نور یې برخمن شوي بزګران ورکوي.
یادې پروژې دکرنیزومحصولاتومدیریت، د بڼوالو او بزګرانو د محصولاتو خوندي کولو او د دوی د عوایدو زیاتولو په پار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لورې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې پلي کیږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS