د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژه په پکتیکا ولایت کې د پیازو او کچالو د ۴۱ زېرمتونونو چارې ۹۵ سلنه بشپړ کړی دی

mail-admin
Tue, Nov 24 2020 1:48 PM
پروژه‌ی انکشاف زنجیره‌ی ارزش باغداری کار ساخت ۴۱ ذخیره‌گاه پیاز و کچالو را در پکتیکا ۹۵ درصد تکمیل کرده است


۴ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د طرحې په اډانه کې او د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا پروژې «HVCDSP»، له لارې د پکتیکا په ولایت کې د پیازو د ۲۴ زېرمتونونو او دکچالو ۱۷ زېرمتونونو رغنیزې چارې ۹۵ سلنه بشپړ کړی دی.
ددغو پروژو پاتې پنځه سلنه چارې د یوې اوونۍ په ترڅ کې بشپړیږي.
دغه زېرمتونونه په ټولیزه توګه د ۲۲ میلیونه او ۲۷۹ زره او ۸۵۰ افغانیو په لګښت جوړیږي. له دې ډلې د کچالو د زېرمتونونو د جوړولو لګښت ۱۰ میلیونه او ۴۷۳ زره او ۷۳۸ افغانۍ او د پیازو د زېرمتونونو لګښت ۱۱میلیونه او ۸۱۶ زره او ۱۱۲ افغانۍ ده.
بزګرانو لپاره ددغو بنسټونو د جوړولو ۸۰ سلنه لګښت دکرنې وزارت او یوازې ۲۰ سلنه لګښت یې برخمن شوي بزګران ورکوي.
له دغو زېرمتونونو څخه په ګټې اخیستنې سره پکتیکایي بزګران کولای شي، چې د کال نږدې ۴۹۲ مټریک ټنه پیاز او کچالو زېرمه کړي.
تېرکال د پکتیکا ولایت په ۶۱۰ هکټاره ځمکه کې کچالو او ۵۵۰ هکټاره ځمکه کې پیاز کرل شوې و، چې له دغو کروندو څخه اووه زره او ۳۲۰ مټریک ټنه کچالو او ۵۵۰ مټریک ټنه پیاز تر لاسه شوې وه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS