کندهار کې پر ۱۳ زره او ۳۶۰ بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوې

content_admin
Tue, Nov 24 2020 9:22 AM
کندهار کې پر ۱۳ زره او ۳۶۰ بزګرانو د اصلاح شويو غنمو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوې

۳ لیندۍ ۱۳۹۹
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
په دې لړۍ، کې د کندهار ولایت په کچه پر ۱۳ زره او ۳۶۰ بزګرانو د غنمو ۶۶۸ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې په دې لړۍ کې پر ۱۳ زره او ۳۶۰ بزګرانو ۶۶۸ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي، چې په پایله کې یې ددې ولایت د مرکز په ګډون د ۱۵ ولسوالیو په زرګونه جریبه ځمکه کې به د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکرل شي.
دغه تخمونه د سبسایډي په ډول ویشل کیږي، چې ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه نور لګښت یې برخمن شوي بزګران پرې کوي.
تمه داده، چې ددغو اصلاح شویو تخمونو په وېش سره به په راتلونکی کال ددې ولایت د غنمو دحاصلاتو کچه د پام وړ ډېر شي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS