دکرنې وزارت سرپرست داسيايي پراختيايي بانک له رييس سره پر راتلونکو برنامو خبرې وکړې

mail-admin
Wed, Nov 18 2020 4:45 PM
سرپرست وزارت زراعت با رییس بانک انکشاف آسیایی در باره برنامه‌های آینده صحبت کرد


۲۸ لړم ۱۳۹۹
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نوماند او سرپرست وزير ډاکټر انوارالحق احدي،  په افغانستان کې داسيايي پراختيايي بانک له رييس نارندرا سنګرو سره دويډيو کنفرانس له لارې دهغو برنامو او پروژو په هکله خبرې اترې وکړې، چې ددې بانک له خوا تمويليږي.
ښاغلی احدي په دې خبرو اترو کې داسيايي پراختيايي بانک له خوا دکرنې وزارت ديوشمېر پروژو دتمويل په پار قدرداني وکړه او په بېلابېلو کرنيزو برخو کې ددې بانک دلا ډېرو همکاريو غوښتنه وکړه.
دکرنې وزارت نوماند او سرپرست وزير دبڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې ته په اشارې، چې دبڼوالۍ د پراختيا په برخه کې کار کوي وويل، چې دا پروژه په ختمېدوده.
ډاکټر انوارالحق احدي بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې NHLP مثبتو اغېزو ته په کتو په افغانستان کې داسيايي پراختيايي بانک له رييس څخه  وغوښت، چې له ۱۱ ولايتونو څخه  ۳۴ ولايتونو ته د بڼوالۍ ځنځيري ارزښت دپراختيا پروژې HVCDSP په پراختيا کې دکرنې له وزارت سره همکاري وکړي، دغه پروژه داسيايي پراختيايي بانک له خوا تمويليږي.
ښاغلی احدي په دې خبرو اترو کې په افغانستان کې د اسيايي پراختيايي بانک له رييس څخه وغوښت، چې دکرنې له وزارت سره د لبنياتو، چرکانو روزنې او مالدارۍ دپراختیا په برخه کې ملاتړ او همکاري وکړي.
په همدې حال کې په افغانستان کې داسيايي پراختيايي بانک رييس نارندرا سنګرو دکرنې وزارت له برنامو څخه دهرهکلي ترڅنګ وويل، چې راتلونکي کې به مطرح شوي موضوعات په پام کې نيسي او دکرنې په وزارت کې ديوشمېر پروژو په پلي کولو کې همکاري کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS