سرپل کې څه باندې ۹۰ زره شخوند وهونکي څاروي واکسینیږي
![سرپل کې څه باندې ۹۰ زره شخوند وهونکي څاروي واکسینیږي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-11/124699049_3792325937458645_496200384195154505_n.png)
۲۰ لړم ۱۳۹۹
د سرپل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د څارویو د کلینیکونو په همغږي ددې ولایت په کچه د شخوند وهونکو څارویو د واکسینو کمپاین رسماً پیل شوی دی.
ددې کمپاین په لړ کې د طاعون ۴۸ زره او ۴۸۰ ډوزه او د بروسلوز «حیواني محرقې» ۴۲زره ډوزه واکسینونه پر وړو کورنیو څارویو له ډلې وري، وزې او خوسکیو پلي کیږي.