د کرنې وزارت مشرتابه او مرکزي رييسانو سره دکرنيزو فعاليتونو د لا همغږي په پار د ۳۴ ولايتونو دکرنې رييسانو غونډه

mail-admin
Mon, Nov 09 2020 5:40 PM
نشست رییسان زراعت ۳۴ ولایت با رهبری و رییسان مرکزی برای هم‌آهنگی‌ بیش‌تر فعالیت‌ها


۱۹لړم۱۳۹۹
د زون په کچه دکرنيزو فعاليتونو دلومړيتوب په هکله غونډه دکرنې وزارت د نوماند او سرپرست وزير ډاکټرانوارالحق احدي، د ۳۴ ولايتونو د کرنې رييسانو او دکرنې وزارت ديوشمېرمرکزي رييسانو په شتون کې، دکرنې وزارت دپلان په تالار کې په لاره واچول شوه.
په دې غونډه کې، د زونونو په کچه د کرنيزو فعالیتونو لومړيتوب، په ولايتونوکې دکرنيزو چارو فرصتونه او ننکونې و ارزول شول.
دغه راز په دې غونډه کې، ددې ترڅنګ چې د ۱۴۰۰ ام مالي کال بودجه تشريح شوه، د ۱۳۹۹يم مالي کال بودجه هم بررسي شوه.د کرنې وزارت د۳۴ ولايتونو رييسانو په دې سکټور کې دخپلو ولايتونو ستونزې د وزارت له مقام او مرکزي چارواکو سره شریک کړل.
دکرنې وزارت نوماند او سرپرست وزير وويل، چې دبڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه (NHLP)  د روان مالي کال ترپايه بشپړيږي او پرځای يې د کرنې دودې او خوړو خونديتوب بېړنۍ پروژه (ETS) د ۱۰۰ ميليونه ډالرو په بوديجې سره په ۳۴ ولايتونو کې په بېلابېلو کرنيزو برخوکې خپل پروژې پلي کوي.
د کرنې وزارت سرپرست دغه راز وويل، چې سږکال دهېواد په کچه دغنمو ۱۴ زره اصلاح شوي تخمونه وېشل کيږي، چې دوېش لړۍ يې عملاً پيل شوی دی.
دغه راز دکرنې وزارت نوماند او سرپرست وزير ډاکټرانوارالحق احدي د ولايتي رييسانو  د وړاندې شويو ستونزو او ننګونو په هکله اړوندو رييسانوته هدايت ورکړ چې امکاناتو ته په کتو دې بايد ستونزې هوارې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS