نیمروز ولایت کې د خرما ۲۵جرېبه سوداګریزبڼ جوړیږی

mail-admin
Sun, Nov 01 2020 1:39 PM
نیمروز ولایت کې د خرما ۲۵جرېبه سوداګریزبڼ جوړیږی


۱۱لړم ۱۳۹۹
نیمروز ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، د نیمروز ولایت د چهاربرجک ولسوالی کې پنځه تنه په شرایطو برابرو بڼوالو ته، په ۲۵جرېبه ځمکه د خرما د سوداګریزبڼ جوړولو وسایل و ویشل شول. په یادو وسایلو کې پنځه زره کېلوګرامه کود، بیل، ګلنګ، سطل، میخ او ګول سیخ، کراچۍ، د ښاخونو دپریکولو بیاتي، اره، لوحه، زینه، لمریزسولر، د اوبوپمپ، درمل شیندلو اله او د خرما ونې شاملې دي، چې د دوه میلیونه او ۳۶ زره افغانیو په ارزښت چمتوشوې دي. د نیمروز ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایې، یاد ولایت د خرما د کښت لپاره مناسب اقلیم اوبه لري. او بڼوال هم د خرما دبڼوڼو د جوړولو لپاره علاقه لري. دنیمروز ولایت د کرنې ریاست پلان لري چې په راتلونکې څلورو کلونو کې ۳۰۰ هکتاره ځمکه باندي د خرما سوداګریز بڼوڼه جوړ کړي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS