زابل کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونو د جوړولو لړۍ پیل شو

content_admin
Mon, Oct 26 2020 11:31 AM
زابل کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونو د جوړولو لړۍ پیل شو

۵ لړم ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په هېواد کې د چرګانو روزنې د ودې او د بېوزله کورنیو د اقتصادي ودې په پار داځل د زابل ولایت په مرکز کلات او ددې ولایت په شاجوی، شینکی او شهر صفا ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو واړه کورني فارمونو د جوړولو لړۍ پیل کړ.
د زابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ  رییس صفت الله نبي زاده وایي «د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په مرسته د زابل ولایت په مرکز کلات او ددې ولایت په شاجوی، شینکی او شهر صفا ولسوالیو کې ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو ته د چرګانو روزنې واړه فارمونه جوړیږي، چې د یادو فارمونو د جوړولو لړۍ پیل شوې ده.»
ښاغلی نبي زاده وايي، چې د دغو ۱۰۰۰ بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په پار پر هرې کورنۍ ۳۰ د هګیو چرګان، د چرګانو خوراکي توکي او د چرګانو د روزنې اړوند نور اړین توکي وېشل کیږي.
د زابل د کرنې د رییس په خبره ددې مرستې موخه د چرګانو روزنې صنعت ته پراختیا ورکول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول او د دوی اقتصادي پیاوړتیا ده.
صفت الله نبي زاده دغه راز وویل، چې له دې برنامې څخه برخمن شوي کورنیو لپاره د چرګانو د روزنې په برخه کې روزنیز پروګرامونه هم په پام کې نیول شوي دي.
دغه پروژه د بېوزلو کورنیو د خوړو خوندیتوب، اقتصادي ودې او ملاتړ په موخه پلي کیږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS