ارزګان کې د غنمو د تولیداتو د زیاتوالي په پار هڅې په څلور زره بزګرانو د غنو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي

content_admin
Thu, Oct 22 2020 10:01 AM
ارزګان کې د غنمو د تولیداتو د زیاتوالي په پار هڅې په څلور زره بزګرانو د غنو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي
۳۰ تله ۱۳۹۹
د ارزګان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې په دې ولایت کې د غنمو د تولیداتو د زیاتوالي او د بزګرانو د ملاتړ په پار سږکال ددې ولایت په څلور زره اړمنو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، توره او سپینه سره او کرنیزې کڅوړې وېشل شوي دي.
ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د غنمو د تولیداتو زیاتوالی او د بزګرانو ملاتړ دی.
په ورته وخت کې په روان مالي کال کې د ارزګان د کرنې ریاست د بوټوساتنې مدیریت په دې ولایت کې د کرنیزو ناروغیو او افتونو د مخنیوي په پار ۷۰۰ بزګرانو ته ژمني تېل او بورډ مکسچر درمل هم ورکړي دي، چې ورسره د بزګرانو کروندې خوندي شي.
په همدې حال کې ټاکل شوې، چې ددې ولایت د غنمو د تولیداتو د زیاتوالي په پار په پنځه زره او ۸۶۰ بزګرانو ۲۹۳ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شي، چې د سروې چارې یې بشپړ شوي دي او په روان کال کې به په دغو بزګرانو ووېشل شي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS