زابل کې د پستې ۴۵۷جریبه سوداګریز بڼونه جوړیږي

content_admin
Mon, Oct 19 2020 9:25 AM
زابل کې د پستې ۴۵۷جریبه سوداګریز بڼونه جوړیږي
۲۷ تله ۱۳۹۹
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، ټاکل شوې چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې«NHLP» په همکارۍ د زابل ولایت په مرکز کلات او ددې ولایت په شاجوی، شهرصفا او شینکۍ ولسوالیو کې ځمکوالو او بڼوالو ته د پستې ۴۵۷ جریبه سوداګریز بڼونه جوړ شي.
د زابل د کرنې ریاست چارواکي وویل، چې په همدې موخه د کرنې ریاست له خوا د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ یوشمېر بڼوالو او ځمکوالو ته د پستې سوداګریزو بڼونو جوړولو په پار ۱۰۵ د اوبو درې زره لیټره ټانکۍ، ۶۰ میتره یو انچ پایپ او ۱۸۰ متره جال ورکړل شوي دي.
دغه راز ټاکل شوې، هغو بڼوالو او ځمکوالو ته چې د پستې سوداګریز بڼونه ورته جوړیږي د پستې د نیالګیو پیوند، د ځمکې ډیزاین او نقشې او همداراز د پستې بڼونو جوړولو اړوند اړینې لارې چارې په عملي او نظري ډول وښودل شي.
په زابل کې د پستې سوداګریز بڼونه په داسې حال کې جوړیږي، چې تر دې وړاندې هم د زابل د کرنې ریاست له خوا په دې ولایت کې د پستې یوشمېر بڼونه جوړ شوي و، چې د دغو بڼونو ښې پایلې نور کروندګر هم وهڅول، چې په خپلو ځمکو کې د پستې بڼونه جوړ کړي.
باید وویل شي، چې پسته په افغانستان کې یو له مهمو اقتصادي نباتانو څخه ګڼل کیږي، چې د یوشمېر هېوادوالو د اقتصاد لویه برخه جوړوي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS