پکتیکا کې د غنمو ۲۱ ننداریزې قطعې جوړیږي

mail-admin
Thu, Oct 15 2020 5:21 PM
پکتیکا کې د غنمو ۲۱ ننداریزې قطعې جوړیږي


۲۴ تله ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پکتیکا کې د غنمو ۲۱ ننداریزې قطعې جوړوی.
په همدې موخه د پکتیکا د کرنې ریاست له خوا د یادو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او د مقایسوي کښت په پار پر دوی سیمه ییز تخمونه هم وېشل شوي دي.
ددې برنامې په اساس په دې ولایت کې د غنمو د پرمختللو لارو چارو د ترویج په پار د غنمو ۲۱ ننداریزې قطعې جوړیږي.
د پکتیکا د کرنې ریاست وایي، چې دغنمو دغه ننداریزې قطعې د کتار په ډول په ازمایښتې بڼه کرل کیږي، چې موخه یې د بزګرانو عامه پوهاوی او د حاصلاتو زیاتول دي.
د غنمو په دغو ننداریزو قطعو کې بزګرانو ته د غنمو د پرمختللي کرکېلي او د کروندو د مناسبې پالنې لارې چارې هم ښودل کیږي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS