پکتیا کې یوشمېر زعفران کار بزګران وروزل شول
![پکتیا کې یوشمېر زعفران کار بزګران وروزل شول](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-09/120455354_3664735713551002_1248268728211896428_o.jpg)
۷ تله ۱۳۹۹
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې ۶۰ زعفران کاران د زعفرانو، کرکېلي، پاللو، راټولولو، پروسس او بسته بندی او د زعفرانو د کرنیزو عملیاتو په برخه کې وروزل شول.
د پکتیا ولایت د کرنې رییس انجنیر محمد الدین موند وویل، چې د زعفرانو پروسس او بسته بندی د زعفرانو په کیفیت او بیه کې رغنده رول لري او زعفران کاران باید په دې برخه کې لازم مهارتونه ولري.
ښاغلي مومند وویل، چې پکتیا د زعفرانو د کرکېلي په پار مناسبه هوا لري او په دې ولایت کې زعفران د کمیت او کیفیت له پلوه کولای شي چې، ښه حاصل ورکړي. هغه زیاته کړه، چې د پکتیا زعفران ښه بازار هم لري.