پکتیا کې د ځنګلونو ساتنې، بیارغونې او پراختیا په پار قومي تړونونه لاسلیک شول

mail-admin
Sat, Sep 05 2020 9:27 PM
پکتیا کې د ځنګلونو ساتنې، بیارغونې او پراختیا په پار قومي تړونونه لاسلیک شول
 
۱۵ وږی ۱۳۹۹
د کرنې ابولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د پکتیا ولایت د ځنګلو او طبیعي سرچینو د ساتنې، بیا رغونې او پراختیا په پار قومي تړونونه لاسلیک شول. شوي تړونه د پکتیا ولایت د سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او ځوانانو په شتون کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې لاسلیک او هر اړخیزې خبرې پرې وشوې.
دغه تړونونه د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي او د یاد ولایت د یوشمېر نورو چارواکو په شتون کې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو مشر محمدرفیع قاضي زاده، د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس محمد امان یار له خوا ددې ولایت له یوشمېر قومي مشرانو او ځوانانو سره لاسلیک شول.
ددغو تړونونو پر بنسټ به په یاد ولایت کې د ځنګلونو د پرېکېدو مخه نیول کیږي او ترڅنګ یې د ځنګلونو د ساتنې، بیارغونې او پراختیا په پار هلې ځلې کیږي.
یاد تړونونه به په لومړیو کې د پکتیا د مرکز په ګډون په ۷ ولسوالیو کې د قومي مشرانو په همکارۍ پلي کیږي، چې له مخې به یې د ځنګولونو د خودنیتابه، بیارغونه او پراختیا په برخه کې هڅې لا ګړندی شي.
په دې اړه جوړه شوې غونډې ته د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د طبیعي سرچینو رییس محمد رفیع قاضي زاده د ځنګلونو په برخه کې د ولسونو په همکارۍ او د شویو تړونو پر اهمیت هر اړخېزې خبرې وکړې. ښاغلی قاضي زاده ځنګولونه د ټول ولس عامه شتمني وبلله او زیاته یې کړه، چې ددغو تړونونو پر بنسټ به په دې ولایت کې د ځنګلونو پرېکول بند او د ځنګلونو ساتنې او پرختیا ته لا ډېر کار ووشي او دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځیږي. هغه وویل انډولیز پراختیا ته په پام سره ددې ولایت پاتې ولسوالۍ به هم ددې تړونونو ترچتر لاندې راشي.
په ورته وخت کې د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي د پکتیا ولایت له ولسونو وغوښت، چې د ځنګلونو په ساتنه کې دې خپل مسوولیت ادا او دې برخې ته دې لا پاملرنه وکړي، هغه د پکتیا پر ولسونو غږ وکړ چې د بشر دا ستر امانت دې لا ښه وساتي.
دغه راز د ټولنې پر اهمیت، د ځنګلونو په ګتو او د لا زیاتېدو په پار د کرنې وزارت د ځنګلونو رییس محمد امان امان یار له لوري ګډونوالو ته روزنیز پروګرام وړاندې شو، تر څو ولسونه پوه شي، چې څنګه په ټولنه کې د خپلو سیمو ځنګلونه ښه ساتنه وکړي.
قومي مشرانو د شویو توړونو په پلي کولو او یادو شویو مادو ته په پوره ژمنتیا سره ډاډ وښود او په دې برخه کې یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
په همدې حال کې د ځنګلونو د قانون پر اساس په دې ولایت کې د ځنګلونو د بیارغونې، ساتنې او پراختیا په پار په بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۲ مدیریتي ټولنو ته د کرنې وزارت له خوا په رسمې توګه د فعالیت جواز لیکونه ورکړل شول، چې پربنست به یې په دې ولایت کې د نویو کورنیو قوریو د روزنې او څارنې ترڅنګ ددې ولایت د ځنګلونو د ساتنې، بیارغونې او پراختیا په برخه کې فعالیت کوي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS