د ۷۰۵.۵ میلیونه پورونو ورکړه منظور شو

mail-admin
Thu, Jul 09 2020 8:12 PM
د ۷۰۵.۵ میلیونه پورونو ورکړه منظور شو
 
۱۹ چنګاښ ۱۳۹۹
د کرنې د پراختیا صندوق د عالي شورا په غونډه کې، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وزیر نصیراحمد درانی په مشری په لاره اچول شوې وه، د سلګونه میلیونه افغانیو پورونو ورکړه منظور شو.
په دې غونډه کې، د کرنې د پراختیا صندوق تخنیکي ټیم، د شورا غړو ته د پور درې غوښتنې معرفي کړل او د شورا غړو ته د پور غوښتونکو د فعالیتونو په هکله بشپړ معلومات ور کړل.
د کرنې د پراختیا د صندوق عالي شورا، له وړاندې شویو معلوماتو او د شورا د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو له ورکولو وروسته د ۷۰۵.۵ میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړ.
یاد مبلغ په درېوو برخو کې په پور ورکول کیږي.
یوه برخه یې، یوې مالي موسسې ته ورکول کیږي، چې میعاد یې پنځه کاله ده. له دې پیسې څخه هر کال د هېواد په اتو ولایتونو کې څه باندې څلور زره بزګران په مستقیمه توګه برخمن کیږي. دویمه برخه یې، د وچې مېوې یو ستر صادروونکی ته ورکول کیږي. دغه صادروونکی، د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د وچې مېوې په پېرلو کې له دې پیسې څخه ګټه پورته کوي، چې ۲۰ تنه بزګران ورڅخه برخمن کیږي. د پور درېیمه برخه هغه پور ده، چې یوې مالي موسسې ته ورکول کیږي. دغه موسسه خپل تر لاسه شوي پور په هېواد کې دوه زره بزګرانو ته د وړو پورونو د ورکړې په موخه ځانګړې کړې ده.
د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړیو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق عمده دندې دي.
یاد صندوق د خپل تاسیس له پیل څخه تردې دمه ۱۱.۳ میلیارډه افغانۍ پور منظور او کرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړیو، د غواساتنې، کب روزنې او چرګانو روزنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو تو کو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۸.۷ میلیارډه افغانۍ وېشلي دي. له دغو چوپړونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې ۵۳ زره او ۳۰۲ بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.
د غونډې په پای کې؛ د وړاندې شویو پوښتنو د ځوابونو تر اورېدو وروسته، یو کلن کاري برنامه، د پانګونې پالیسۍ، د ټکټانې د بیې پالیسۍ او د صندوق بودجه د شورا د غړو په اکثریت رایو سره تایید شول او په دې ټینګار وشو چې د شورا د غړي وړاندیزونه او غوښتنې باید اجرایي شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS