د کرنې وزارت د هڅو په پایله کې ننګرهار کې د ستروسو بڼونه پراخ شوي؛ سږ کال به ۹ زره مټریک ټنه مالټې حاصل شي

mail-admin
Wed, Nov 25 2026 11:38 AM
د کرنې وزارت د هڅو په پایله کې ننګرهار کې د ستروسو بڼونه پراخ شوي؛ سږ کال به ۹ زره مټریک ټنه مالټې حاصل شي

۴ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ د ودې او د ستروسو د بڼونو د پراختیا په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړی، چې په پایله کې یې د ننګرهار ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې د مالټو بڼونه پراخ شوي او سږ کال به ترې د اټکل له مخې ۹ زره مټریک ټنه مالټې ترلاسه شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج مدیریت د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې پر ۱۸۷۵ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه جوړ شوي، چې د تېر کال په پرتله یې پراختیا ۲۳۰ جریبه زیاتوالی ښيي.
د شمېرو له مخې، تېر کال په همدې ولسوالیو کې پر ۱۶۴۵ جریبه ځمکه د مالټو بڼونه موجود وو، چې له دغو بڼونو څخه ۸۷۱۶.۵۹ مټریک ټنه مالټې ترلاسه شوې وې؛ خو د بڼونو د مساحت له زیاتوالي سره تمه ده، چې سږ کال د مالټو حاصلات ۹ زره مټریک ټنو ته ورسېږي.
دغه راز، د ننګرهار د کرنې ریاست د ترویجي کارکوونکو له لوري په اړوندو ولسوالیو کې شاوخوا ۱۱ زره بزګرانو او بڼوالو ته د مالټو د بڼونو د پالنې، ساتنې، ناروغیو او افتونو د مخنیوي او غوره مدیریت په برخو کې اړینې روزنې هم ورکړل شوې دي، څو د بڼونو تولیدي وړتیا لوړه او د حاصلاتو کیفیت ښه شي.
د کرنې وزارت هڅه کوي، چې د ستروسو د بڼونو د پراختیا، د بڼوالو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د عصري بڼوالۍ د دودولو له لارې د هېواد د بڼوالۍ سکټور پیاوړی کړي او د کورنیو تولیداتو کچه لوړه کړي.
د ستروسو بڼونه، په ځانګړي ډول د مالټو تولید، د ننګرهار ولایت له مهمو کرنیزو فعالیتونو څخه ګڼل کېږي. د دغو بڼونو پراختیا نه یوازې د کورنیو بازارونو اړتیاوې پوره کوي، بلکې د بزګرانو او بڼوالو د عوایدو د زیاتوالي، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د هېواد د کرنیز اقتصاد د پیاوړتیا لپاره هم مهم ارزښت لري. د مالټو د بڼونو پراختیا او بڼوالو ته د مسلکي روزنې برابرول د دې سکټور د دوامدارې ودې لپاره اغېزمن ګامونه بلل کېږي.


گسترش باغ‌های ستروس باب در ننگرهار در پی تلاش‌های وزارت زراعت؛ امسال ۹ هزار متریک تُن مالته برداشت خواهد شد
۴ قوس ۱۴۰۵ هـ.ش
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌منظور رشد باغداری و گسترش باغ‌های ستروس باب، تلاش‌های خود را ادامه داده است که در نتیجه آن، باغ‌های مالته در ۱۵ ولسوالی ولایت ننگرهار گسترش یافته و پیش‌بینی می‌شود که امسال از این باغ‌ها ۹ هزار متریک تُن مالته برداشت شود.
بر اساس معلومات مدیریت ترویج ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ننگرهار، در ۱۵ ولسوالی این ولایت، باغ‌های مالته در مساحت یک‌هزار و ۸۷۵ جریب زمین ایجاد شده است که در مقایسه با سال گذشته، ۲۳۰ جریب افزایش را نشان می‌دهد.
بر بنیاد آمار، سال گذشته در همین ولسوالی‌ها در یک‌هزار و ۶۴۵ جریب زمین باغ‌های مالته وجود داشت که از آن‌ها ۸ هزار و ۷۱۶.۵۹ متریک تُن مالته برداشت شده بود؛ اما با افزایش مساحت باغ‌ها، انتظار می‌رود که میزان حاصلات مالته در سال جاری به ۹ هزار متریک تُن برسد.
همچنان، کارمندان ترویج ریاست زراعت ننگرهار در ولسوالی‌های مربوط، به حدود ۱۱ هزار دهقان و باغدار در زمینه مراقبت و نگهداری باغ‌های مالته، جلوگیری از بیماری‌ها و آفات نباتی و مدیریت بهتر باغ‌ها آموزش‌های لازم ارائه کرده‌اند تا ظرفیت تولیدی باغ‌ها افزایش یافته و کیفیت حاصلات بهبود یابد.
وزارت زراعت تلاش می‌کند تا از طریق گسترش باغ‌های مرکبات، ارتقای ظرفیت‌های مسلکی باغداران و ترویج باغداری عصری، سکتور باغداری کشور را تقویت کرده و میزان تولیدات داخلی را افزایش دهد.
باغ‌های مرکبات، به‌ویژه تولید مالته، از فعالیت‌های مهم زراعتی در ولایت ننگرهار به‌شمار می‌روند. گسترش این باغ‌ها افزون بر تأمین نیاز بازارهای داخلی، در افزایش درآمد دهقانان و باغداران، ایجاد فرصت‌های کاری و تقویت اقتصاد زراعتی کشور نیز نقش مهمی دارد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS