سویل ختیځ زون کې د کانګو وینه بهېدونکې تبې د مخنیوي کمپاین پیل شو
۲۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو؛ د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې په مالي لګښت، د کانګو تبې وینه بهېدونکې ناروغۍ د مخنیوي په موخه د پکتیا، خوست او لوګر ولایتونو کې کمپاین پیل شو.
د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي سیدامین هاشمي وویل، چې دغه کمپاین د پکتیا مرکز ګردیز، زرمت، احمدابا، ځاځي اریوب، څمکني او وزی ځدران ولسوالیو کې پلي کېږي. په دې لړ کې به زرګونه څاروي، غوجلې او د څارویو پېر- پلور ځایونه دواپاشي شي.
ښاغلي هاشمي زیاته کړه، چې دا پروګرام د سیمه ییزو وترنر ډاکترانو په مرسته پليکېږي، چې ډاکترانو ته د کانګو تبې ضد درمل، دواپاشي پمپونه، او د حفظ الصحې اړوند وسایل برابر شوي، تر څو د ناروغۍ د خپرېدو مخه ونیول شي.
کانګو تبه یوه خطرناکه وېروسي ناروغي ده، چې د کنو له لارې د څارویو او انسانانو ترمنځ انتقالېږي.
دپکتیا د کرنې ریاست رهبرۍ د انسانانو خوندیتوب او د ناروغۍ د پراخېدو د مخنیوي په موخه دا ډول کمپاینونه ګټور بولي او نورو ولسوالیو ته یي د غځولو غوښتنه هم وکړه.
د یادولو وړ دی تر دی واړنډی یادو سیمه ییزو وترنر داکترانو ته د ملګرو ملتونو د خوړو اوکرنې ادارې له لوری د پریزنتیشن په بڼه دوه ورځنۍ ترننګ هم ورکړل شوی.
