د اداري بهیرونو د ساده کولو او مراجعینو ته د خدمتونو د اسانتیا په موخه د کرنې وزارت هڅې
۱۲ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اداري بهیرونو د ساده کولو کمېټې، د کاري پروسو د اصلاح او مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو په موخه، غونډه ترسره کړه.
دغه اقدامات په امارتي ادارو کې د اداري اصلاحاتو په برخه کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله د حکم د تطبیق په موخه ترسره کېږي.
د وختنیوونکو اداري پړاوونو کمول، د مکتوبونو او اداري اسنادو د طی مراحلو بهیر چټکول، له کاغذپرانیو څخه مخنیوی، د خدمتونو د کیفیت لوړول او د روڼتیا زیاتول، په دغه وزارت کې د کاري بهیرونو د ساده کولو له مهمو موخو څخه دي.
د دغو اصلاحاتو په پلي کېدو سره به اړینو خدمتونو ته د مراجعینو د چټک لاسرسي زمینه برابره او د هغوی د غوښتنلیکونو د څېړنې او رسېدنې بهیر به اسانه شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي، چې د اداري پروسو په ساده کولو سره خلکو او بزګرانو ته لا ښه او اغېزناک خدمتونه وړاندې کړي.
