کندهار کې ۸۰ بېوزلو او راستانه شویو کورنیو ته د وزو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
Wed, Sep 09 2026 1:25 PM
کندهار کې ۸۰ بېوزلو او راستانه شویو کورنیو ته د وزو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار ښار د شپږمې ناحیې او ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کې ۸۰ بېوزلو، اړمنو او تازه راستانه شویو کډوالو کورنیو ته د ۴۳ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د وزو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
یاده مرسته د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ ترسره کېږي، چې موخه یې د بېوزلو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا او د هغوی لپاره د دوامدار معیشت زمینه برابرول دي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت ډاکټر نورشاه حقمل وایي، په دې پروګرام کې ټولټال ۱۶۰ وزې او ۳۲۰ یې بچي شامل دي، چې د کندهار ښار په شپږمه ناحیه، ژړۍ او ارغستان ولسوالیو کې به پر ټاکل شویو مستحقو کورنیو ووېشل شي.
د نوموړي په وینا، هرې مستحقې کورنۍ ته به دوه وزې او څلور بچي ورکړل شي. تر دې دمه د کندهار ښار په شپږمه ناحیه او ژړۍ ولسوالۍ کې د وزو د وېش بهیر ترسره شوی او ټاکل شوې چې د ارغستان ولسوالۍ کې هم په نږدې ورځو کې دغه لړۍ بشپړه شي.
د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې مسؤلین وایي، د وزو د وېش موخه د بېوزلو کورنیو اقتصادي وضعیت ښه کول، د هغوی د عاید سرچینې پیاوړې کول، د معیشت زمینه برابرول او په راتلونکي کې د دغو کورنیو د ځان بسیاینې لپاره د زمینې برابرول دي.
د یادونې وړ ده، چې د دغو مرستو د عادلانه او شفاف وېش په موخه یوه میاشت وړاندې د مستحقو کورنیو د نوم‌لیکنې لړۍ ترسره شوې وه. د پروګرام له مخې، هرې ټاکل شوې کورنۍ ته به د وزو ترڅنګ ۱۵۰ کیلوګرامه متراکم خوراک هم ورکړل شي، څو د مالدارۍ د ساتنې او پراختیا لپاره ورته لازم ملاتړ برابر شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS