د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هرات د کرنې ریاست فعالیتونه و ارزول

mail-admin
Mon, Aug 10 2026 2:41 PM
بررسی فعالیت‌های ریاست زراعت هرات از سوی معین مالی و اداری وزارت زراعت

۱۹ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیر هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست له مسؤلینو او کارکوونکو سره وکتل او د دې ادارې د فعالیتونو راپور یې واورېد.
په دې لیدنه کې د مالي، اداري او تدارکاتي برخو وضعیت، د عشر او زکات چارې، د مخابراتي انتنونو تثبیت او د ځمکو اړوند فعالیتونه وکتل شول. همداراز پر چارو د لا ښه والي او د مسؤلیتونو د اغېزمن ترسره کولو ټینګار وشو.
د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس مولوي ندا محمد عابد هم د یادې برخې د فعالیتونو او مسؤلیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د هرات د کرنې ریاست له کارکوونکو یې وغوښتل، چې اړوندې چارې په سمه توګه پلې کړي.
په پای کې، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هرات له خلکو سره د مسؤلینو او کارکوونکو پر صادقانه همکارۍ، د هغوی د اړتیاوو د درک او ستونزو ته د رسېدنې پر اهمیت ټینګار وکړ.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS