لغمان کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

mail-admin
Mon, Jul 13 2026 4:07 PM
لغمان کې د کرنې او مالدارۍ د پراختیا په موخه سکتوري غونډه ترسره شوه

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري په دې ولایت کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د سکتوري ادارو او مؤسسو د استازو په ګډون سکتوري غونډه ترسره شوه.
یاده غونډه دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د قدرتي سرچینو آمر او دکرنې ریاست سرپرست مولوي ګل رسول زبیر په مشرۍ جوړه شوې وه، چې پکې د یاد ریاست آمرینو ترڅنګ د اکشن اېډ، یونیفس دفتر، افغانستان لپاره د هالند کمېټې، اېسو مؤسسې، د اقتصاد او د اوبو او انژی ریاستونو استازو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د لغمان دکرنې ریاست دقدرتي سرچینو آمر مولوي ګل رسول زبیر د همکارو ادارو او مؤسسو د تېرو فعالیتونو راپورونه واورېدل او د راتلونکو پروګرامونو او طرحو په اړه معلومات ترلاسه کړل.
نوموړي د همکارو مؤسسو له مسؤلینو وغوښتل چې ټولې پروژې دې د فعالیت له پیل څخه تر پای پورې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او مشورې پلي کړي. هغه همدارنګه ټینګار وکړ، چې هغو لیرې پرتو سیمو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي، چې تر اوسه ورته کافي خدمات نه دي رسېدلي، څو د خدمتونو عادلانه وېش، متوازنه پراختیا او شفافیت یقیني شي.
ښاغلي زبیر همداراز د مؤسسو له استازو وغوښتل، چې د سکتوري غونډو په چارو کې په منظم ډول او پر ټاکلي وخت ګډون وکړي، څو د همغږۍ او همکارۍ بهیر لا پیاوړی شي.
وروسته د همکارو ادارو مسؤلینو خپلې کاري ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل، چې د حل په موخه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې سکتوري غونډه هره میاشت یو ځل د اړوندو ادارو او مؤسسو ترمنځ د لا ښې همغږۍ، د پروژو د ښه تطبیق او د کرنیزو خدمتونو د پراختیا په موخه ترسره کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS