د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د کرنیزو څېړنو د نړۍوالو بنسټونو له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Sat, Jul 11 2026 10:26 AM
د افغانستان د کرنې وزارت پلاوي د کرنیزو څېړنو د نړۍوالو بنسټونو له چارواکو سره وکتل

۲۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د هند جمهوریت ته د خپل رسمي سفر په دوام، د د جوارو او غنمو د اصلاح نړۍوال مرکز، د کچالو نړۍوال مرکز او د سرې د پراختیا نړۍوال مرکز  له مسؤولینو سره وکتل او د کرنې په برخه کې یې د تخنیکي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې، چې د کرنې وزارت د مقام سلاکارانو عبدالولي وزیري او عبدالجلیل زاهد، او همدارنګه د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې د یو شمېر مسؤولینو په ګډون ترسره شوه، دواړو لوریو د اصلاح شویو تخمونو د تولید او پراختیا، د کچالو د څېړنو، د سرو اغېزمن مدیریت او کارونې، د نباتاتو د اصلاح او د کرنې د نوې پوهې او ټکنالوژۍ د لېږد په برخو کې د همکاریو په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
د افغانستان د پلاوي غړو د کرنې په پراختیا کې د علمي څېړنو پر اهمیت ټینګار وکړ او د ګډو همکاریو د پراختیا، د تجربو د تبادلې او د افغان متخصصینو د تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو غوښتنه یې وکړه. هغوی همدارنګه د هېواد د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي لپاره د نړۍوالو بنسټونو له ظرفیتونو څخه پر اغېزمنې ګټې اخیستنې ټینګار وکړ.
د جوارو او غنمو د اصلاح نړۍوال مرکز (CIMMYT، د کچالو نړۍوال مرکز (CIP) او د سرې د پراختیا نړۍوال مرکز (IFDC) مسؤولینو هم د همکارۍ لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ او ډاډ یې ورکړ، چې له افغانستان سره به د نباتاتو د اصلاح، د کچالو د څېړنو، د اصلاح شویو تخمونو د پراختیا او د سرو د مدیریت په برخو کې خپلې څېړنیزې همکارۍ دوام ورکړي.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د کرنې وزارت د متخصصینو لپاره به په یادو مرکزونو کې روزنیز او تخصصي پروګرامونه جوړېږي، او د پوهې او تجربو د دوامدارې تبادلې په موخه به په راتلونکي کې انلاین غونډې او تخنیکي همکارۍ هم دوام ومومي.

هیئت وزارت زراعت افغانستان با مسئولان نهادهای بین‌المللی تحقیقات زراعتی دیدار کرد
۲۰ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  در ادامه سفر رسمی خود به جمهوری هند، با مسئولان نهادهای بین‌المللی  مرکز بین‌المللی بهبود جواری  و گندم،  مرکز بین‌المللی کچالو و مرکز بین‌المللی توسعه کود دیدار و درباره گسترش همکاری‌های تخنیکی و تحقیقاتی در بخش زراعت گفت‌وگو کرد.
در این دیدار که با حضور عبدالولی وزیری و عبدالجلیل زاهد مشاوران مقام وزارت زراعت و شماری از مسئولان اتاق زراعت و مالداری افغانستان برگزار شد، دو طرف پیرامون همکاری در بخش تولید و توسعه تخم‌های اصلاح‌شده، تحقیقات کچالو، مدیریت و استفاده مؤثر از کودها، اصلاح نباتات و انتقال دانش و فناوری‌های نوین زراعتی تبادل نظر کردند.
اعضای هیئت افغانستان با اشاره به اهمیت تحقیقات علمی در توسعه زراعت، خواستار گسترش همکاری‌های مشترک، انتقال تجارب و ارتقای ظرفیت‌های تخنیکی متخصصان افغان شد و بر استفاده از ظرفیت نهادهای بین‌المللی برای افزایش تولیدات زراعتی کشور تأکید کردند.
مسئولان مرکز بین‌المللی بهبود جواری  و گندم (CIMMYT)، مرکز بین‌المللی کچالو (CIP) و مرکز بین‌المللی توسعه کود (IFDC) نیز ضمن اعلام آمادگی برای همکاری، اطمینان دادند که همکاری‌های تحقیقاتی خود را با افغانستان در بخش‌های اصلاح نباتات، تحقیقات کچالو، توسعه تخم‌های اصلاح‌شده و مدیریت کودها ادامه خواهند داد.
در این دیدار همچنین توافق شد تا برای متخصصان وزارت زراعت برنامه‌های آموزشی و دوره‌های تخصصی در این مراکز برگزار شود و به‌منظور تبادل دوامدار دانش و تجارب، نشست‌های آنلاین و همکاری‌های تخنیکی میان دو طرف نیز در آینده ادامه یابد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS