ننګرهار کې ۸۰ بې‌وزلو او تازه راستنو شویو کورنیو ته د څارویو د خوراکي توکو د تولید کرنیزې مرستې ووېشل شوې

mail-admin
Wed, Jul 08 2026 2:56 PM
ننګرهار کې ۸۰ بې‌وزلو او تازه راستنو شویو کورنیو ته د څارویو د خوراکي توکو د تولید کرنیزې مرستې ووېشل شوې

۱۷ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ډاکار خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار ولایت د روداتو، کوټ او چپرهار ولسوالیو له ۸۰ بې‌وزلو او تازه راستنو شویو کورنیو سره د څارویو د خوراکي توکو د تولید په موخه د جوارو او شفتلې تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدمتونو او څارویو روغتیا آمر، مفتي عزیزالرحمن عزیز، د مرستو د وېش پر مهال وویل، هرې مستحقې کورنۍ ته د شاوخوا ۱۲ زره افغانیو په ارزښت نهه قلمه کرنیز توکي او وسایل ورکړل شوي دي. د نوموړي په وینا، په دغو مرستو کې کراچۍ، لور، بیلچه، ښاخۍ، ساتول، ۸ کیلوګرامه د شفتلې تخم، ۷ کیلوګرامه د جوارو تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه کیمیاوي سره او ۲۵ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره شامل دي.
بلخوا، د ډاکار مؤسسې د ختیځ زون مسؤل خان اغا شینواري وویل، د یادې پروژې په دوام به په نږدې راتلونکې کې همدې ۸۰ کورنیو ته د مالدارۍ د پیاوړتیا او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه هرې کورنۍ ته یوه ـ یوه غوا هم ووېشل شي.
د مسؤلینو په وینا، د دغو مرستو اساسي موخه د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا، د بې‌وزلو او تازه راستنو شویو هېوادوالو اقتصادي ملاتړ، د څارویو لپاره د باکیفیته خوراکي توکو تولید زیاتول او د خوړو خوندیتوب ته وده ورکول دي.
دا ډول پروګرامونه د کرنې او مالدارۍ د ودې ترڅنګ د کلیوالو کورنیو د عاید لوړولو، د څارویو د تولیداتو زیاتوالي او د دوامدارو معیشتي فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لوبوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS