د پراختیایي پروژو پلي کولو کې پر همغږۍ، روڼتیا او کیفیت د کرنې وزارت ټینګار

mail-admin
Thu, Jun 25 2026 8:41 AM
7444

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او قدرتي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې د اوبولګولو او قدرتي سرچینو لوی رییس، سلاکارانو او د افغان اېډ مؤسسې مسؤلینو ګډون کړی و.
په دې غونډه کې د افغان اېډ مؤسسې مسؤلینو د «پریویل» پروژې جزئیات تشریح کړل او د یادې پروژې د موخو، تر پوښښ لاندې سیمو او د پلي کېدو د څرنګوالي په اړه یې معلومات وړاندې کړل.
مولوي بازمحمد فیضان په غونډه کې ټینګار وکړ چې مؤسسې باید د خپلو عملي فعالیتونو له پیل وړاندې له کرنې وزارت سره بشپړه همغږي ولري. نوموړي وویل، مؤسسې مکلفې دي چې د خپلو پروژو پلانونه او د پلي کېدو سیمې له وزارت سره په ګډه وټاکي او همغږي یې کړي.
هغه همداراز د پروژو د پلي کېدو پر مهال د کیفیت، اغېزمنتیا او روڼتیا د اصولو پر رعایت ټینګار وکړ او د افغان اېډ مؤسسې له مسؤلینو یې وغوښتل، چې د پروژو د تطبیق په ټولو پړاوونو کې یادو اصولو ته جدي پاملرنه وکړي او خلکو ته معیاري او اغېزمن خدمات وړاندې کړي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د قدرتي سرچینو لوی رئیس مولوي عبدالاحد خلیل هم له مؤسسو سره د همکارۍ لپاره د وزارت چمتووالی څرګند کړ او ویې ویل، چې د کرنې وزارت به د پراختیایي پروژو د پلي کېدو د بهیر د اسانتیا او چټکتیا لپاره لازمې همکارۍ ترسره کړي.
همدارنګه، په غونډه کې ګډونوالو رییسانو او سلاکارانو د اوبولګولو فعالیتونو، د قدرتي سرچینو د مدیریت او د ځنګلونو د ساتنې په برخو کې خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، څو د پروژې د پلي کېدو پر مهال ورته پاملرنه وشي.
د افغان اېډ مؤسسه د هغو فعالو بنسټونو له ډلې څخه ده، چې د کرنې، اوبولګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخو کې فعالیت کوي او د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو بازار ته د لاسرسي د ښه والي لپاره هم کار کوي. ټاکل شوې ده، چې یاده پروژه د کونړ، پکتیا، فاریاب، دایکنډي، تخار، بدخشان او سمنګان په ولایتونو کې پلي شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS