د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

mail-admin
Thu, Jun 18 2026 9:57 AM
د پکتیکا مرکز ښرنه کې پر لسګونو بزګرانو د سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «اکشن اېډ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز ښرنه کې پر ۶۵ بزګرانو د دوی اقتصادي ودې ته د زمینې برابر ولو په پار د سبو او مېوو وچولو ماشینونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددې مرستې د وېش پرمهال د «اکشن اېډ» مؤسسې چارواکو د ذکرشوو ماشینونو د اهمیت او ارزښت په اړه خبري وکړې زیاته یې کړه،  چې د سبو او مېوو د رفع حاصل پر وخت یې بیې ټیټ او بزګران نشي کولای چې د غوښتنې مطابق عواید ترلاسه کړي، چې وچول یې اسانه او معقوله لار ده. په همدی اساس مو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي لګښت وشوو کولای د۶۵ بزګرانو ستونزو ته رسېدنه وکړو.  
دغه راز د پکتیکا دکرنې ریاست چارواکو دکرنې ریاست په استازولۍ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او همکاري مؤسسې «اکشن اېډ» مسؤلینو ته د هرکلی ترڅنګ  د «اکشن اېډ» مؤسسې د ښې او پروخت همغږۍ، باکیفیته او شفاف کارونو له امله مننه او قدردانې وکړه، او بزګرانو ته یې هدایت وکړه چې د ماشینونو څخه په مؤثره توګه استفاده وکړي او هم یې ښه ساتنه او حفاظت وکړي. 
د پکتیکا ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ورته پروګرامونو له لارې هڅه کوي، چې د کرنې سکتور پیاوړی کړي، د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کړي او د هغوی د عوایدو زیاتوالي زمینه برابره کړي.


در مرکز شهرنه پکتیکا، ماشین‌های خشک‌کن میوه و سبزیجات برای ده‌ها دهقان توزیع شد
۲۸ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ محرم الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا با حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و همکاری تخنیکی مؤسسه اکشن‌اید، روند توزیع ماشین‌های خشک‌کن میوه و سبزیجات را برای ۶۵ تن از دهقانان مرکز شهرنه این ولایت آغاز کرد.
در جریان توزیع این کمک‌ها، مسئولان مؤسسه اکشن‌اید در مورد اهمیت و ارزش این ماشین‌ها صحبت کرده و اظهار داشتند که در زمان فراوانی حاصلات، قیمت میوه و سبزیجات کاهش می‌یابد و دهقانان نمی‌توانند عواید مورد انتظار خود را به دست آورند. به گفته آنان، خشک‌کردن میوه و سبزیجات یک راه‌حل آسان و مناسب برای حفظ محصولات و افزایش ارزش آن‌ها است. آنان افزودند که با تمویل سازمان خوراک و زراعت ملل متحد توانسته‌اند به مشکلات ۶۵ تن از دهقانان رسیدگی کنند.
همچنان مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا به نمایندگی از این ریاست، ضمن خوش‌آمدگویی به مسئولان سازمان خوراک و زراعت ملل متحد و مؤسسه همکار اکشن‌اید، از هماهنگی مؤثر، به‌موقع و اجرای شفاف و باکیفیت فعالیت‌های این مؤسسه قدردانی کردند. آنان همچنین به دهقانان توصیه نمودند که از این ماشین‌ها به‌گونه مؤثر استفاده کرده و در نگهداری و حفاظت آن‌ها توجه لازم داشته باشند.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا می‌گوید که از طریق تطبیق چنین برنامه‌هایی تلاش می‌کند تا سکتور زراعت را تقویت کرده، وضعیت اقتصادی دهقانان را بهبود بخشد و زمینه افزایش عواید آنان را فراهم سازد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS