د ننګرهار دکرنې رییس د ګوشتې ولسوالی دکرنې او مالدارۍ د برخې ستونزې واورېدې

mail-admin
Mon, May 25 2026 4:03 PM
د ننګرهار دکرنې رییس د ګوشتې ولسوالی دکرنې او مالدارۍ د برخې ستونزې واورېدې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ګوشتې ولسوالی علماء کرامو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد سره په لیدنه کې د خپلو سېمو پر شته ستونزو، ننګونو اوفرصتونو خبرې وکړې.
 علماء کرامو، قومي مخورو او سپین ږیرو د کرنې، او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د مرستو غوښتنه وکړه. همدارنګه هغوی دځمکو اجارو ورکړې، په ځمکو کې د اجارې اجازې، بې‌کارۍ د زیاتوالي او نورو بېلابېلو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه وړاندې کړل.
په همدې حال کې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمدد هغوی ستونزې په پوره غور سره واورېدې او علماء کرامو، قومي مشرانو او سپین‌ږیرو ته یې ډاډ ورکړ چې یادې ستونزې به د حل په موخه ددې ادارې تر چتر لاندې همکارو ادارو او مرستندویو مؤسسو سره شریکې کړي. نوموړي زیاته کړه، چې د دولسونو ستونزو ته به لازمه پاملرنه وشي او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو لپاره به اړین اقدامات ترسره شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS