د کندهار دامان ولسوالی کې د عامې روغتیا ساتني لپاره  زرګونه څاروي معاینه شوې

mail-admin
Mon, May 25 2026 12:49 PM

۴ غبرګولي ۱۴۰۵ ھ.ش
۸ ذُی الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدراۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د مالدارۍ آمریت له لورې د کندهار د  دامان ولسوالی مسلخ کې د مالدارۍ مسؤلینو د تېرې یوې میاشتي په لړ کې څه باندې درې زره او ۳۰۴ څاروي معاینه کړي، چې په یادو څارویو کې ۷۰۶پسونه، ۲۵۹۶ وزګړي او ۳۴ غوایي شامل دي، چې له دې ډلې ۷ څارویو روغتیا د ډاډ وړ نه وه، چې هغه څارویو ته د پلورولو اجازه نه ده ورکړل شوي.
د مسلخ مسؤلین زیاتوي؛ په کندهار کې هر ورځ سلګونه څاروي د عامي روغتیا ساتني او بېلابېلو ناروغیو د خپریدو څخه د مخنیوي په موخه معاینه کېږي او ترڅنګ یې هغه څارویو ته اجازه نه ورکول کېږي، چې په ناروغیو ککړ او یاهم مشکوک وي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست پر ټولو ښاریانو ږغ کوي، چې غیري قانونې او بی مهره غوښو پیرلو څخه ډډه وکړي، ترڅو په ټولنه کې د څارویو څخه د ډول ډول ناروغیو د رامنځته کیدو او انتقال مخه ونیول شي. 
  د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د څارویو ناروغیو خپریدو او عامي روغتیا ساتني لپاره د کندهار مالدارۍ آمریت زیاتي هڅې کوي، چې په دامان او ډنډ ولسوالیو مسلخونو کې په ورځني ډول سلګونه بېلابېل څاروي معاینه کړي او وروسته یې سالم څاروي بازار ته د غوښو په منظور وړاندې کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS