پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

mail-admin
Tue, May 19 2026 11:51 AM
پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۲۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د مرکز ګردېز په یو شمېر د شاتو پلورنځیو (اټیو) کې د څارنې او ارزونې پروسه ترسره کړه.
یاده څارنه د بې‌کیفیته او غیرقانوني شاتو د پلور او استعمال د مخنیوي او همدارنګه د هغو شاتو د بازار څخه راټولولو په موخه ترسره شوه چې د وزارت اړوند لابراتوارونو د ټېسټ سند نه لري.
د ترسره شوې څارنې په پایله کې د مرکز ګردېز له یو شمېر پلورنځیو څخه شاوخوا ۲۳ کیلوګرامه بې‌کیفیته شات راټول او ضبط کړل شول.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدراۍ ریاست اړوند د ګټورو حشراتو مدیر شیراغا افضلي وایي، چې دا پروسه به تر هغه وخته دوام ومومي ترڅو د بې‌کیفیته او غیرمعیاري شاتو د پلور مخه په بشپړ ډول ونیول شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS