د ننګرهار ثمرخېلو قوريه کې د پالونيا ګټور بوټي د روزنې او تکثير چارې روانې دي

mail-admin
Tue, May 19 2026 11:00 AM
د ننګرهار ثمرخېلو قوريه کې د پالونيا ګټور بوټي د روزنې او تکثير چارې روانې دي

ننګرهار وادي کرنيز امارتي شرکت د خپلو کرنيزو او نيالګيو روزنيزو فعاليتونو د پراختيا په موخه د هډې فارم ثمرخېلو قوريه او شته فارمونو کې د پالونيا بوټي روزنې ته ځانګړې پاملرنه کړې ده.
پالونيا چې له اقتصادي، چاپېريالي او صنعتي پلوه يو ګټور بوټی بلل کېږي، د لرګيو د لوړ کيفيت، چټکې ودې او پراخ استعمال له امله په نړۍ کې ځانګړی ارزښت لري.
د ثمرخېلو قوريي مسؤل مدير پوپل عليخېل په وينا، د ثمرخېلو قوريه کې يې تر اوسه شاوخوا ۲۰۰۰ قلمې د پالونيا بوټي اخيستل شوې دي، چې که اقليمي او طبيعي شرايط ورسره مناسب پاتې شي، نو په راتلونکې کې به د حاصل مرحلې ته ورسېږي.
پالونيا بوټی د فرنيچر جوړونې، لرګي صنعت، سينګاري چارو او يو شمېر نورو صنعتي برخو کې پراخه ګټه لري، چې د کرنې ترڅنګ اقتصادي ارزښت هم لري.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS