د کندهار کرنې ریاست: د شاتو مچیو روزنه د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی

user-admin
Sat, May 16 2026 5:06 PM
د کندهار کرنې ریاست: د شاتو مچیو روزنه د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان (یوان‌اوډي‌سي) په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار ولایت د شاه‌وليکوټ ولسوالی ۲۰ تنه بېوزله او اړمنو کورنیو ته د شاتو مچیو د روزنې فارمونه جوړ او وسپارل شول.
د مسؤلینو په وینا، د دغې پروژې ټولیز ارزښت ۱۶ زره امریکایي ډالره دی، چې موخه یې د شاتو مچیو روزنې ته پراختیا ورکول، د بېوزله کورنیو اقتصادي ملاتړ، د کارموندنې فرصتونو برابرول او د محلي تولیداتو پیاوړتیا ده.
د پروژې د مؤثر تطبیق او ښه استفادې لپاره یاد کسان په دوو ګروپونو وېشل شوي، چې هر ګروپ ۱۰ غړي لري. هر ګروپ ته یوه خیمه، ۴۰ د شاتو مچیو صندوقونه، ۱۰ خالي صندوقونه، د عسل پروسس ماشین، د حفظ الصحې ځانګړی کېټ او نور اړین وسایل سپارل شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکی وایي، هڅه کوي د بدیلو معیشتي پروګرامونو له لارې خلکو ته د دوامدار عاید سرچینې برابرې کړي، څو هم د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه شي او هم د شاتو تولید او مالدارۍ سکټور وده وکړي.
بل‌خوا، د سیمې اوسېدونکو د دغې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا ډول پروژې د بېوزلو کورنیو لپاره د عاید ښه فرصتونه رامنځته کوي او خلک د کوچنیو کاروبارونو پر لور هڅوي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د همدې ادارو په مالي او تخنیکي ملاتړ شپږ تنه وټرنران په کابل کې د غواګانو نسل اصلاح او مصنوعي القاح په برخه کې روزل شوي وو، چې وروسته د کندهار یو شمېر ولسوالیو ته له اړینو تجهیزاتو سره یوځای استول شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS