د بلخ ولایت دهدادي کرنیز څېړنیز فارم کې د کروندې ورځ ونمانځل شوه

mail-admin
Sat, May 09 2026 4:19 PM
برگزاری روز مزرعه در فارم تحقیقات زراعتی دهدادی ولایت بلخ

۱۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالی د کرنیزو څېړنو په فارم کې د کروندې ورځې پروګرام د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په حضور کې، د بلخ د کرنې ریاست له لوري ترسره شو.
په دغه پروګرام کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د کرنیزو څېړنو انستیتوت مسؤلینو، د اړوندو ادارو استازو، د همکارو بنسټونو مسؤلینو، په شمال زون کې د اصلاح شویو تخمونو د تولید شرکتونو رئیسانو، د بلخ د کرنې ریاست کارکوونکو او یو شمېر بزګرانو ګډون کړی و.
د پروګرام په ترڅ کې اړوندو چارواکو د کرنیزو څېړنو د اهمیت، د څېړنیزو تجربو د پایلو او د کرنیزو تولیداتو په وده کې د هغو د رول په اړه معلومات وړاندې کړل. همدارنګه، د فارم د فعالیتونو، د ۱۴۰۴ او ۱۴۰۵ کلونو د پروګرامونو د تطبیق او د څېړنیزو لاسته راوړنو راپور هم وړاندې شو.
ګډونوالو د دهدادي کرنیز څېړنیز فارم له بېلابېلو برخو څخه، چې پکې د غله‌جاتو برخه، د اصلاح شویو تخمونو تولید او نورې څېړنیزې څانګې شاملې وې، لیدنه هم وکړه.
مسؤلین وایي، د کرنیزو څېړنو پراختیا او د باکیفیته تولیداتو ملاتړ د دې وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه شمېرل کېږي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS