بلخ ولایت کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز پرانیسته او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد چارې پیل شوې

mail-admin
Sun, May 03 2026 2:04 PM
افتتاح مرکز تثبیت حق مالکیت در ولایت بلخ و آغاز روند انتقال شهرک‌های استردادشده

۱۳ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بلخ ولایت په مقام کې د حق مالکیت د تثبیت مرکز د پرانیستې او د بېرته راګرځول شویو ښارګوټو د لېږد په موخه مهمه غونډه ترسره شوه، چې پکې د بلخ والي  ملا محمد یوسف وفا، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم، د یاد ولایت د کرنې، محاکمو، مستوفیت، ښاروالۍ رییسانو او د اراضۍ ریاست یو شمېر تخنیکي او حقوقي سلاکارانو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د اراضۍ رییس مولوي محمود مظلوم له ګډونوالو مننه وکړه او د حق مالکیت د تثبیت مرکز د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي وویل، د دغه مرکز پرانیستل د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د اتم نمبر فرمان پر بنسټ ترسره کېږي، چې له مخې یې باید د هېواد په مرکز، زونونو او ولایتونو کې دغه څانګې فعالې شي.
ښاغلي مظلوم زیاته کړه، د یاد مرکز له لارې به هېوادوالو ته د کورونو او سرپناوو د جوړولو په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي، څو خلک وکولای شي د قانون او اصولو مطابق خپل ملکیتونه تثبیت او د استوګنې لپاره مناسب سرپناه جوړه کړي.
هغه همداراز د هغو استرداد شویو ښارګوټو په اړه معلومات وړاندې کړل، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د درېیم نمبر فرمان له مخې د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون له لوري بېرته راګرځول شوي دي. د نوموړي په وینا، هغه ښارګوټي چې د ښارونو په ماسټر پلانونو کې شامل دي، باید اړوندو ښاروالیو ته وسپارل شي.
مولوي محمود مظلوم څرګنده کړه، چې د حق مالکیت د تثبیت دغه مرکز به په شمال زون، په ځانګړې توګه د بلخ ولایت د اوسېدونکو ستونزې حل کړي او خلک به وکولای شي په اسانه توګه د قانوني اسنادو له مخې د کورونو جوړولو چارې مخته یوسي.
ورپسې د بلخ والي الحاج ملا محمد یوسف وفا له یاد پلاوي هرکلی وکړ او د یاد مرکز پرانیستل او د بېرته راګرځول شویو امارتي ښارګوټو لېږد یې د بلخ ولایت لپاره مهم او اغېزناک ګام وباله.
نوموړي د دغې چارې ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د بلخ ولایت اداره به په دې برخه کې هر ډول همکاري ترسره کړي.
د غونډې په پای کې د بلخ ولایت مقام ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه، چې د حق مالکیت د تثبیت مرکز او د ښارګوټو د انتقال له پروسې سره بشپړه همکاري وکړي او د اړتیا په صورت کې د یادې څانګې ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS