د څړځایونو د پراخېدو او د دښتو د زرغونتیا له امله به روان کال د مالدارۍ حاصلات ډېرشي

mail-admin
Tue, Apr 28 2026 11:14 AM
افزایش حاصلات مالداری در سال جاری به‌دلیل گسترش علفچرها و سرسبزی دشت‌ها

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، شمالي ولایتونو ته د خپل سفر پر مهال وویل، چې د څړځایونو د سیمو د زیاتوالي او د دښتو د پراخې زرغونتیا له امله به په روان کال کې د مالدارۍ حاصلات ډېرشي.
د کرنې وزیر د  د شمالي ولایتونو د څړځایونو او د مالدارانو څارویو څخه  د لیدنې پر مهال د روان کال د مالدارۍ وضعیت په اړه د هیله‌مندۍ څرګندولو سره وویل، چې په دښتو او څړځایونو کې د واښو او شنو بوټو د پراخې ودې له امله د مالدارانو لپاره شرایط ښه شوي دي او هغوی کولای شي د اوږدې مودې لپاره خپل څاروي تغذیه کړي او د مالدارۍ چارې په ښه توګه پر مخ یوسي.
په همدې حال کې، نوموړي له یو شمېر مالدارانو سره هم وکتل او د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او نظریات یې واورېدل. مالدارانو هم د واښو د زیاتوالي له امله د خوښۍ څرګندونه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د مالدارۍ د پراختیا او له دودیزو لارو چارو څخه عصري او فارم‌محوره طریقو ته د اوښتو لپاره به هڅې وکړي، څو د مالدارۍ تولیدات زیات شي.
همداراز، مالدارانو د کرنې وزارت څخه د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه او په دښتو او څړځایونو کې یې د څارویو لپاره د څښاک اوبو د حوضونو پر جوړولو ټینګار وکړ، څو د څارویو د اوبو کمښت ستونزې راکمې شي.
د کرنې وزیر د مالدارۍ د چارو تنظیم د دې وزارت له اساسي برخو څخه وباله او د دې سکټور د ودې او پراختیا لپاره یې د لا ډېرو پروګرامونو پر پلي کېدو ټینګار وکړ.
مالداري په هېواد کې له مهمو اقتصادي فعالیتونو څخه شمېرل کېږي، چې د کرنې ترڅنګ د خلکو یوه لویه برخه پرې بوخته ده. د وروستیو بارانونو له امله د مالدارانو ترمنځ د مالدارۍ د تولیداتو، په ځانګړي ډول د لبنیاتو او غوښې د زیاتوالي هیلې هم زیاتې شوې دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS