د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې پرانيستل شو

user-admin
Wed, Apr 22 2026 4:07 PM
میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه زراعتی و مالداری افغانستان در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل افتتاح شد

۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د بزګر مېله او د افغانستان د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو څلور دېرشم نندارتون د کابل د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه، د امارتي چارواکو، د خصوصي سکټور د استازو او بهرنيو مېلمنو په حضور کې پرانيستل شو.
د مراسمو په پيل کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزير مولوي عطاءالله عمري د خوړو خوندیتوب پر اهميت ټينګار وکړ او دا يې د هېواد له بنسټيزو لومړيتوبونو څخه وباله. نوموړي ۱۴۰۵ کال د افغانستان د ځان‌بسیاینې کال ياد کړ او زياته يې کړه، چې د سيمې د شرايطو او سوداګريزو محدوديتونو په پام کې نيولو سره د کورنيو توليداتو د پياوړتيا لپاره مناسب فرصت برابر شوی او هڅه کېږي، چې افغانستان د خوراکي توکو په توليد کې خپلواک شي. هغه همداراز د اسلامي امارت د رهبرۍ ژمنتيا د کرنې او مالدارۍ سکتور د ودې او د بزګرانو او سوداګرو لپاره د اسانتياوو د برابرولو په برخه کې يو ځل بيا څرګنده کړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني هم په خپلو خبرو کې د تېر کال لاسته راوړنو ته په اشارې سره د کرنې، مالدارۍ او بزګرانو ته د چوپړتیاوو په برخو کې د ملاتړیزو پروګرامونو د پلي کېدو يادونه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې دغه بهير به په روان کال کې هم پراخ شي.
ورپسې د رییس‌الوزراء ملا محمد حسن آخند پيغام د مولوي عبدالباري عاطف له خوا ولوستل شو، چې پکې کرنه او مالداري د معيشت د تأمين او ځان‌بسیاینې ته د رسېدو له اساسي لارو څخه وبلل شول. په دې پيغام کې د دې سکتور د پراختيا لپاره ګډه همکاري او د هېواد د اقتصادي وابستګۍ کمول يو اساسي اړتيا ګڼل شوې وه.
همداراز د بزګرانو په استازيتوب حاجي محمد اسلم د سړو خونو جوړول، د بسته‌بندۍ بهير ښه کول او د کرنيزو محصولاتو د صادراتو لپاره د زمينې برابرول مهمې اړتياوې وبللې او د بزګرانو او مالدارانو د کورنيو د لا زيات ملاتړ غوښتنه يې وکړه. 
په همدې حال کې د کرنې او مالدارۍ خونې مرستيال حاجي ميرويس حاجي‌زاده د هېواد طبيعي ظرفيتونو لکه اوبه، خاوره، مناسب اقليم او بشري ځواک ته په اشارې سره کرنه او مالداري د اقتصادي ودې کلي وبلله او د کال په اوږدو کې د ورته نندارتونونو د دوام او پراختيا غوښتنه يې وکړه.
د پروګرام په ترڅ کې د کرنې وزارت د خصوصي سکټور د پراختيا رياست سلاکار عزيزالرحمان رحماني له خوا پرېزنټېشن وړاندې شو، چې پکې د تېر کال فعاليتونه، پرمختګونه او پلي شوي پروګرامونه په تفصيل سره تشريح شول.
د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته نندارتون په رسمي توګه پرانيستل شو او چارواکو له بېلابېلو غرفو څخه ليدنه وکړه. په دې نندارتون کې بزګرانو او کورنيو توليدوونکو خپلې لاسته راوړنې په بېلابېلو برخو کې نندارې ته وړاندې کړې.
یاد نندارتون د «عصري کرنه او مالداري؛ د خوړو خوندیتوب او د هېواد د اقتصادي ودې زمینه برابروونکي» تر شعار لاندې د څلورو ورځو لپاره، د غویي له ۲ تر۵ نېټې پورې د بادام‌باغ په څېړنيز فارم کې ترسره کېږي.
په دې نندارتون کې د کرنې، بڼوالۍ او د مالدارۍ باکیفیته محصولات، پروسس شوي تولیدات، لاسي صنایع، کرنیز ماشینونه، افغاني خالص زعفران، طبي بوټي او نباتات، د اوبولګولو تجهیزات، مثمر او غیر مثمرې نیالګي، د برېښنا لمریز تولیدوونکي دستګاوې، کرنیز فعالیتونه او ټول کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي. همدارنګه دغه نندارتون د بازار موندنې، سوداګریزو اړیکو رامنځته کولو، او پانګه‌والو او کورنیو او بهرنیو بازارونو ته د کورنیو محصولاتو معرفي کولو لپاره یو مناسب فرصت برابر کړی دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS